د افغانستان طالبان له سولې سره دلچسپۍ نلري
د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مرستیال عنایت الله فرهمند د ایران پریس خبري اژانس له خبریال سره په مرکه کښې وویل طالبان له امریکا سره د موافقې د لاسلیک کولو په وجه د سولې ټینګیدا او د هیواد په راتلونکي سیاسي نظام کښې د ټولو خلکو ګډون ته لیواله نه دي .
هغه وویل په قطر کښې له طالبانو سره د امریکا د سولې تش په نامه موافقه د افغانستان د خلکو د نظر له غوښتلو او د کابل د حکومت له رول لرلو پرته ترسره شوي ده .
فرهمند وویل له طالبانو سره د امریکا خبرې اترې هغه وخت پیل شوې چې افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو له مبارزو سره مخ و او په دغو شرایطو کښې طالبان او امریکا موافقې ته ورسیدل .
هغه ډاګینه کړه طالبانو یوازې د امریکا په حکومت باندې خپلې غوښتنې ورتپلي دي او همدغه مسله د بین الافغاني سولې د خبرو اترو ، د سیمې او د نړۍ لپاره ستونزمنه مسله جوړه شوي ده .
د ویلو ده چې په قطر کښې د امریکا او د طابانو ترمینځ د تش په نامه د سولې د موافقې لاسلیک کیدا د سولې د بین الافغاني خبرو اترو په بهیر ډير منفي اغیز کړی دی .