طالبانو د کابل په چاودنو کښې لاس لرل رد کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101120-طالبانو_د_کابل_په_چاودنو_کښې_لاس_لرل_رد_کړل
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ادعا وکړه د دوې غړي په غیر پوځي هدفونو ، د زده کړې په مرکزونو او عمومي تاسیساتو باندې حملې نه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2021 08:16 Asia/Kabul
  • طالبانو  د کابل په چاودنو کښې لاس لرل رد کړل

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ادعا وکړه د دوې غړي په غیر پوځي هدفونو ، د زده کړې په مرکزونو او عمومي تاسیساتو باندې حملې نه کوي .

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح نن د کابل ښار په لویدیځ کښې د تیرې شپې د بم چاودنو په غندلو سره وویل طالبان او حقاني ترهګره ډله خلکو ته د دوکې د ورکولو لپاره د داعش ډلې جامې اچوي او دوې په افغانستان کښې په جنایتونو کښې شریک دي .

د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني هم د کابل ښار د تیرې شپې چاودنې وغندلې او هغه یې بشر ضده جنایت وباله .

د کابل ښار په لویدیځې کښې بیګا په دوو (۲) بم چاودنو کښې لس (۱۰)کسان مړه او دولس (۱۲)نور ژوبل شوي وو او ټول وژل شوي  او ژوبل کسان ملکي وګړي دي .