-
د ترکیې او سوریې د زلزلو د مړو شمېر به ۵۵ زرو ته ورسېږي
Feb 13, 2023 03:46په بشري چارو او بېړنیو مرستو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وړاندوینه کړې چې په ترکیې او سوریې کې به د زلزلې له امله د مړو شمېر ۵۵ زره کسانو ته ورسېږي.
-
د فیس بوک اړوند میټا کمپنۍ ۱۳ سلنه کار کوونکي له دندو ګوښه کوي
Feb 12, 2023 13:54د فیس بوک اړوند میټا کمپنۍ مشر وایي، چې د یوې ارزونې وروسته به راتلوونکې مارچ میاشت کې د خپلو کارکوونکو په شمېر کې دیارلس سلنه کموالی راولي.
-
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، روان کال به ۲۸.۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري
Feb 12, 2023 13:31د روغتیا نړیوال سازمان په یوه تازه را پور کې ویلي چې روان کال به په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه افغانان بشري او ۱۷.۶ میلیونه خلک چې ډیری یې ماشومان دي، روغتیاي مرستو ته اړتیا لري.
-
رانا نویدالحسن او عمران فرحت د افغانستان کرکټ بورډ سره د روزنې به برخه کې دنده پیلوي
Feb 12, 2023 08:50د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی تیز بالر رانا نوید الحسن او پخواني اوپنر عمران فرحت د افغانستان کرکټ بورډ سره د روزنې په برخه کې یو کلن تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یاد دواړه پخواني لوبغاړي خپلو دندو ته ډیر ژر کابل ته ولاړ شي.
-
سراج الدین حقاني وایي، اوسنی وضعیت د منلو وړ ندی او پر اصلاحاتو یې ټینګار وکړ.
Feb 12, 2023 08:35د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني تېره ورځ خوست کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د دوی حکومت ته په اشارې سره ویلي چې اوسنۍ وضعه د منلو وړ نده او پر اصلاحاتو یې ټینګار کړی دی.
-
د کرکټ لوبې افغاني او پاکستاني نندارچیان په جلا ځآیونو کې کینول کیږي
Feb 12, 2023 11:39د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ چې د مارچ وروستیو کې په شارجه لوبغالي کې ترسره کیږي، د لوبغالي د انتظامیې له لورې د دواړو لوبډلو افغاني او پاکستاني نندارچیان په جلا، جلا ځایونو کې کینول کیږي.
-
واټساپ کې د سل انځورونو او ویډیوګانو د لیږد سهولت
Feb 12, 2023 10:15واټساپ په تازه نوښتونو کې د چټ له لارې د دیرشو پر ځای د سل انځورونو یا د وزن مطابق ویډیو ګانو د لیږد سهولت رامنځته کړی،خو لا ترې ټول کارونکي ګټه نشي اخیستی.
-
موږ نړیوال ریکارډ خپل کړ
Feb 12, 2023 09:53د نړۍ تر ټولو زوړ نږدې لس کلن موږ نړیوال ریکارډ خپل کړ
-
افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستو کڅوړه لیږدول شوې
Feb 12, 2023 09:35د طالبانو حکومت د افغانستان بانک وایي، چې نن د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي بشري مرستو کڅوړه دې هېواد ته را ولیږدول شوه چې په کابل کې یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
-
رونالډو خپل لباس د ترکیې زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه وپلوره.
Feb 12, 2023 09:21د فوټبال د نړۍ مشهور ستورو لیونل میسي او کریسټیانو رونالډ، په ګډون ګڼ شمېر لوبغاړو د ترکیې هېواد زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه خپل لباس لیلام ته وړاندې کړل چې په ترڅ کې د رونالډو لباس په ۲۱۲۴۵۰ امریکایي ډالرو وپلورل شو.