موږ نړیوال ریکارډ خپل کړ
Feb 12, 2023 09:53 Asia/Kabul
د نړۍ تر ټولو زوړ نږدې لس کلن موږ نړیوال ریکارډ خپل کړ
د نړۍ تر ټولو زوړ نږدې لس کلن موږ نړیوال ریکارډ خپل کړ
د امریکا یو ژوبڼ کې د فلمي ادارکار پیټریک سټوارټ په نوم نومول شوی موږک چې نږدې لس کاله عمر لري، د نړۍ تر ټولو زوړ موږک په نوم ریکارډ خپل کړ.
د ګنیز بوک په نوم د نړیوالو ریکارډونو د ثبت کتاب پخپل انسټاګرام اکاونټ کې یوه ویډیو خپره کړې چې په کې یو موږک چې ۹ کاله او ۲۰۹ ورځې عمر لري، د نړۍ تر ټولو د زوړ موږ په نوم یاد کړی.
دا موږک ۶ ګرامه وزن لري چې په اسانۍ سره په جیب کې هم ګرځول کېدای شي.
ټیګونه