-
کابل کې په تېرو ۳ میاشتو کې ۱۴۴ جسدونه موندل شوي
Feb 12, 2023 08:18د طالبانو حکومت اړوند د کابل ښاروالي وایي، په تېرو درې میاشتو کې ۱۴۴ ناپېژنده جسدونه خاورو ته سپارلي دي.
-
افغانستان سره د ایران اړیکي د تېر په پرتله دوه برابره زیاتې شوي
Feb 12, 2023 08:04د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي وایي، د تېر په پرتله د افغانستان سره د ایران اړیکې دوه برابره زیاتې شوي او زیاتوي چې هېواد یې ژمن دی، ترڅو د طالبانو حکومت سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي.
-
ترکیه کې د زلزلې ۱۳۳ ساعته وروسته یوه څلور کسیزه کورنۍ ژوندۍ وژغورل شوه
Feb 12, 2023 07:47په ترکیه هېواد کې د زلزلې څخه ۱۳۳ ساعته وروسته د عملیاتو په پایله کې د یوې څلور کلنې ماشومې په ګډون ۴ کسیزه کورنۍ د خاورو لاندو څخه ژوندۍ وژغورل شوه.
-
د مهاجرو او په افغانستان کې داخلي بې ځایه شویو افغانانو ستونزې، وړاندیزونه او له دوی سره د مرستو او همکاریو په اړه ځآنګړې خپرونه
Feb 12, 2023 07:06د مهاجر او په افغانستان کې داخلي بې ځایه شویو افغانانو ستونزې، وړاندیزونه او له دوی سره د مرستو او همکاریو په اړه ځآنګړې خپرونه د خپرونې کوربه: عطاءالله خوږیاڼی د خپرونې میلمانه: د افغانستان د قبایلو او سرحدونو چارو پخوانی وزیر محمد ګلاب منګل او د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالطلب حقاني
-
په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په ترکیې کښې له زلزلې وروسته ۷۰ ټکانونه ثبت شول
Feb 12, 2023 03:58د اروپا او مدیترانه د زلزله نګارۍ مرکز تیره شپه وویل چې د شنبې په ورځ په ترکیې کښې د زلزلې اویا ټکانونه ثبت شوي دي
-
پاکستان د سوریې له زلزله ځپلو څخه په ملاتړ ژمن دی
Feb 12, 2023 03:52د ایران له لارې سوریې ته د پاکستان د انساني مرستو د ټرکونو له لیږلو سره هممهاله د پاکستان وزیراعظم له وروستۍ زلزلې نه پس له سوریې څخه د ملاتړ لپاره داسلام آباد د ژمنې اعلان وکړ
-
په نیواکي قدس کښې په استشهادي عملیاتو کښې دریم صهیونیسټي هم هلاک شو
Feb 12, 2023 03:49د هغو استشهادي عملیاتو په نتیجه کښې چې تیره جمعه په نیواکي قدس کښې ترسره شول، تیر ماښام یو بل صهیونیسټ هم په هلاکت ورسید
-
خلکو د سلواغې د ۲۲ په لاریون کښې دښمنانو ته کلک ځواب ورکړ
Feb 12, 2023 02:42د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سلواغې د دوویشتمې نیټې د لاریون ترڅنګ وویل: د ایران ولس په دې لاریون کښې دښمنانو ته مضبوط ځواب ورکړ
-
لویدیځوالو موافقې ته له رسیدو ډډه وکړه
Feb 12, 2023 02:35د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایټمي مذاکراتو په نوي پړاؤ کښې د موافقو د مسودې تیاریدو ته په اشارې سره وویل: لویدیځوالو موافقې ته له رسیدو ډډه وکړه
-
د ایران د هاکۍ ملي ټیم امریکې ته په ماتې ورکولو سره په نړۍ کښې دریم شو
Feb 12, 2023 02:32د ایران د اِنډور هاکۍ ملي ټیم د نړیوال کپ د دریم نمبر لپاره سیالۍ کښې امریکې ته په ماتې ورکولو کښې بریالی شو.