پاکستان د سوریې له زلزله ځپلو څخه په ملاتړ ژمن دی
د ایران له لارې سوریې ته د پاکستان د انساني مرستو د ټرکونو له لیږلو سره هممهاله د پاکستان وزیراعظم له وروستۍ زلزلې نه پس له سوریې څخه د ملاتړ لپاره داسلام آباد د ژمنې اعلان وکړ
له اسلام آباده د ایرنا د رپورټ له مخې، شهباز شریف د سوریې له وزیراعظم حسین عرنوس سره په ټیلیفوني تماس کښې په سوریې کښې له وروستۍ ورانوونکې زلزلې او له امله یې د زرګونو کسانو له مړینې نه پس د پاکستان د خلکو او حکومت د تسلیت او خواخوږۍ مراتب اعلان کړ.
د پاکستان وزیراعظم هم داشان په دغې زلزلې کښې د خپلې کورنۍ له یوشمیر غړو سره یوځاې د سوریې د وزاعظم د خور د وفات تسلیت ووایه.
د پاکستان او سوریې وزیراعظمانو په داسې حال کښې ټیلیفوني خبرې وکړې چې پرون د سوریې او ترکیې د زلزله ځپلو لپاره د پاکستان په انساني مرستو بار ۱۶ لارۍ د ایران له ځمکنۍ لارې لیږل شوي دي. دغه لارۍ به په دې لس ورځني سفر کښې د مرستو جوپه په ترکیې او سوریې کښې زلزله ځپلو ته ورسوي.
د پاکستان وزیراعظم په دغو ټیلیفوني خبرو کښې ډاډ ورکړ چې د اسلام آباد حکومت د زلزلې له امله له رامینځته شوي کړکیچ وروسته له سوریې څخه هر ډول ضروري ملاتړنه وکړي.