لویدیځوالو موافقې ته له رسیدو ډډه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127778
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایټمي مذاکراتو په نوي پړاؤ کښې د موافقو د مسودې تیاریدو ته په اشارې سره وویل: لویدیځوالو موافقې ته له رسیدو ډډه وکړه
(last modified 2023-02-12T01:42:24+00:00 )
Feb 12, 2023 06:05 Asia/Kabul
  • لویدیځوالو موافقې ته له رسیدو ډډه وکړه

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایټمي مذاکراتو په نوي پړاؤ کښې د موافقو د مسودې تیاریدو ته په اشارې سره وویل: لویدیځوالو موافقې ته له رسیدو ډډه وکړه

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني د دامغان د خلکو په زوږناک ټول کښې چې پرون یې د سلواغې د ۲۲ نیټې په لاریون کښې ګډون کړی و، څرګنده کړه: د ایټمي مذاکراتو په نوي پړاؤ کښې هم د مرکچي لوري لوظ ماتونه او وعده خلافي ولیدې شوه.

کنعاني زیاته کړه: اروپایانو په داسې حال کښې چې د نظر وړ موافقه د فاینل کیدو لور ته روانه وه او نتیجې ته په رسیدو وه، یوه بله لاره خپله کړه.

د ایران د خارجه وزارت ویاند په دې خبرې سره چې په دې منځومان کښې امریکایانو هم تل هڅه کړې ده چې د پوره شویو ژمنو اپوټه لاړ شي، څرګنده کړه: دا کار د برجام(ایټمي موافقې) په بهیر کښې هم ولیدې شو ځکه چې هغوي د خپل لاسلیک په اپوټه، په دغې موالقه کښې خپله بشپړه ژمنه په یو طرفه ډول ناڅه وګڼله.

کنعاني هم داشان وویل: د اسلامي انقلاب له بریالیتوب نه په وروسته کلونو کښې د ایران د ولس خلاف د لویدیځې نړۍ بندیزونه تل د ایران د ایټمي فعالیتونو په شمول په مختلفو پلمو لګیدلي دي او هغوي په خپل تعبیر، هڅه کړې چې د اسلامي جمهوري نظام خلاف فلجوونکي او بې مخینې اقدامات ترسره کړي.