-
افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله د ۳۱۱ تنو د مړه کېدو خبر ورکړل شو
Jan 31, 2023 13:00یوې افغاني رسنۍ د طالبانو له سیمه ییزو چارواکو او ولسي سرچینو معلومات را ټول کړي چې له مخې په تېرو اتلس ورځو کې افغانستان کې د طبعي پېښو له امله ۳۱۱ تنه مړه شوي، خو د طالبانو حکومت چارواکو بیا د مړو شمېر ۱۶۸ تنه ښودلی.
-
بلخ ولایت کې د چت پرېوتو پېښه کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
Jan 31, 2023 12:52د افغانستان بلخ ولایت په چهار کنټ ولسوالۍ کې د یوه کور چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.
-
په افغانستان کې تر ټولو ستره نظامي اډه په اقتصادي زون بدلیږي
Jan 31, 2023 12:52په افغانستان کې د امریکا د شل کلن نظامي حضور پر مهال تر ټولو ستره نظامي اډه باګرام د طالبانو د حکومت له لورې په ستر اقتصادي زون بدلیږي.
-
افغانستان کې برښنايي پېژندپاڼو کې د «ولسوالۍ نوم او د اعتبار نېټه» اضافه شوه
Jan 31, 2023 12:52په افغانستان کې د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن سهشنبه د سلواغې یوولسمه پر خپلې ټوېټرپاڼه لیکلي چې د برښنايي پېژندپاڼو د لا اعتبار په موخه یې د برښنايي پېژندپاڼې د کارټ پر مخ د ولسوالۍ نوم او د اعتبار نېټه اضافه کړې ده.
-
د بلېنکن ایران ضد درېځ ته د تهران پرېکنده غبرګون
Jan 31, 2023 12:38د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ د ځینو امریکايي چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل: د امریکا حکومت په دې ښه پوهیږي چې ایران پر خپلې خاورې او ګټو باندې هېڅ ډول تیری او تجاوز نه زغمي او یرغلګرو ته به په پرېکنده او پښېمانوونکي توګه ځواب ورکړي. د امریکا دولت باید د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د ګواښوونکو څرګندونو له امله حقوقي او نړیوالو مسولیتونو ته پام وکړي او د دغه شان پارونکو څرګندونو د سیاسی پایلو په اړه ډېر فکر وکړي .
-
د ترهه ګرۍ په باب دطالبانو په ضددتورونو دوام
Jan 31, 2023 11:28د پاکستان خیبر پختونخواه صوبې په مرکز پیښور کې په یوه جومات کې په ترهه ګرې او ځان مرګي حملې پسې د پاکستان دکورنیو چارو وزیر د افغانستان پر طالب واکوالانو غږ کړی،په دغې موضوع دې غور وکړي.
-
پاکستان له طالبانو غوښتي چې له ترهګرو سره مقابله وکړي
Jan 31, 2023 10:39د دوشنبې په ورځ په پېښور کې له خونړي ترهګریز برید وروسته، د پاکستان دفاع وزیر له افغانستانه وغوښتل چې د دې هېواد له خاورې د ترهګرو د استفادې مخه ونیسي.
-
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیستانو پر ضد ۲۴ عملیات ترسره شوي دي
Jan 31, 2023 09:48خبري سرچینو راپور ورکړی: د فلسطین د مقاومت سرتېرو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیستیانو پر ضد ۲۴ عملیات ترسره کړي دي.
-
اسلامي انقلاب په نړۍ کې په ټولو فتنو او دسیسو سره، ډېری پرمختګ کړی دی
Jan 31, 2023 09:27د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د حضرت امام خمیني(ره) په مشرۍ د ایران اسلامي انقلاب، د دښمن په ډېرو فتنو او توطئو سره، تلپاتې شو او په نړۍ کې ډېری پرمختګ کړی دی.
-
د پاکستان په پېښور ښار کې د چاودنې د قربانیانو شمېره ۹۳ کسانو ته ورسېده
Jan 31, 2023 08:39د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د خیبرپښتونخوا صوبې مرکز د پېښور ښار په یوه جومات کې د ترهګریز برید د مړو شمېره ۹۳ کسانو ته لوړه شوه.