د بلېنکن ایران ضد درېځ ته د تهران پرېکنده غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127134-د_بلېنکن_ایران_ضد_درېځ_ته_د_تهران_پرېکنده_غبرګون
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ د ځینو امریکايي چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل: د امریکا حکومت په دې ښه پوهیږي چې ایران پر خپلې خاورې او ګټو باندې هېڅ ډول تیری او تجاوز نه زغمي او یرغلګرو ته به په پرېکنده او پښېمانوونکي توګه ځواب ورکړي. د امریکا دولت باید د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د ګواښوونکو څرګندونو له امله  حقوقي او نړیوالو مسولیتونو ته پام وکړي او د دغه شان پارونکو څرګندونو د سیاسی پایلو په اړه ډېر فکر وکړي .
(last modified 2023-01-31T08:23:58+00:00 )
Jan 31, 2023 12:38 Asia/Kabul
  • د بلېنکن ایران ضد درېځ ته د تهران پرېکنده غبرګون

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ د ځینو امریکايي چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل: د امریکا حکومت په دې ښه پوهیږي چې ایران پر خپلې خاورې او ګټو باندې هېڅ ډول تیری او تجاوز نه زغمي او یرغلګرو ته به په پرېکنده او پښېمانوونکي توګه ځواب ورکړي. د امریکا دولت باید د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د ګواښوونکو څرګندونو له امله  حقوقي او نړیوالو مسولیتونو ته پام وکړي او د دغه شان پارونکو څرګندونو د سیاسی پایلو په اړه ډېر فکر وکړي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر آنتوني بلېنکن د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د امریکا ولسمشر جوبایډن، د ایران  اټومي وسلې نه ترلاسه کولو لپاره پر خپلې پرېکړې ټینګار کوي او زیاته کړې یې ده چې د ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو څخه د مخنیوي لپاره ټولارې په پلان کې دي.

بلېنکن همداراز وویل: له اسرائیلو سره پوځي مانورې موږ ته اجازه راکوي چې په فعاله توګه له خپله ځانه دفاع وکړو او د دغو مانورونو پیغام دا دی چې موږ د هر ډول تیري ځواب ویلو ته چمتو یو. امریکا کلونه کېږي چې  له هیڅ ډول شواهدو او اسناد پرته پر ایران د اټومي وسلې درلودو تور لګوي او په همدې پلمه یې پر ایران پراخ سیاسي ګامونه  او بندیزونه ترسره کړي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر د ۲۰۲۲ کال په اګست کې ادعا وکړه: "ولسمشر بایډن تایید کړې چې هغه غواړي د ایران  اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي." تر دې مخکې د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي "رابرت مالي" ټینګار کړی و چې "جوبایډن" چمتو دی چې له پوځي لارې د ایران  اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي لپاره کار واخلي.

دا تورونه په داسې حال کې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت په کراتو اعلان کړی چې نه یوازې دا چې د اټومي وسلو د جوړولو کوم پلان نه لري، بلکې پر وړاندې یې حرکت هم نه کوي. د ایران  اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه په ټینګار سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په کراتو د خپلو اټومي فعالیتونو په سوله ایزه بڼه ټینګار کړی او د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس ډېری راپورونه هم د دې پخلی کوي او د اټومي وسلو ترلاسه کول د ایران  اسلامي جمهوریت د ملي امنیت په اصولو کې ځای نه لري.

په همدې حال کې د ایران اټومي وسلې د ترلاسه کولو  هڅې او د دې د مخنیوي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تکراري او دروغجنې ادعاوې او د واشنګټن هوډ په داسې حال کې دی چې شواهد او حقایق او حتی د امریکا استخباراتو د چارواکو درېځونه له دغې موضوع سره مخالف دي.  په دې اړه د اټومي انرژۍ نړېوال آژانس عمومي مشر رافایل گروسي د ۲۰۲۲ کال د نوامبر په نیمایي کې د ایران  اټومي وسلې د ترلاسه کولو د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې موږ داسې معلومات نه لرو چې وښیو ایران دا مهال د اټومي وسلې د ترلاسه کولو په لټه کې وي.

د امریکا لوړ پوړو استخباراتي چارواکو هم ورته ارزونه کړې ده. د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې مشر آوریل هینز اعلان وکړ چې واشنګټن هېڅ دلیل او ثبوت نه لري، چې ایراني چارواکو د اټومي وسلو د لرلو پریکړه کړې وي.

په حقیقت کې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره د تهران د هڅو په اړه د لویدیځوالو د بې اساسه تورونو په مقابل کې، ایران توانېدلی چې د برښنا په تولید، روغتیايي، کرنې او نورو برخو کې په پراخه کچه د سوله ایز اټومي ټکنالوژۍ څخه کار واخلي. په ځانګړې توګه د برښنا لپاره د ایران اړتیا ته په پام سره، د اټومي بټیو لخوا د برښنا تولید په پام کې نیول شوی. کنعاني وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په اټومي برخه کې د خپل علمي، تخنیکي او ټکنالوژیکی پرمختګ مخه نه ده نیولې او د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون د غړی هېواد په توګه به د خپلو نه ختمیدونکو حقونو په چوکاټ کې په هره اندازه چې د دغه هېواد پراختیا ته اړتیا لري، خپلو هڅو ته دوام ورکوی.

او هغه مسأله چې امریکا او د هغې اروپایي متحدین او همداشان صهیونیستي رژیم یې تل اندیښمن کړی دی، روځ تربلې د ایران د سوله ایز اټومي ځواک ډېرېدل دي. که څه هم د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د ډېرو راپورونو په ترڅ کې د ایران د اټومي پروګرام سوله ییزتیا څو څو ځله تایید شوې، خو واشنګټن او تل ابیب لا هم د ایران د پوځي ګواښ پر غوښتنې ټینګار کوي او په وینا یې ټول انتخابونه پر میز دي.

البته د ایران جګپوړو سیاسي او پوځي چارواکو پر دې موضوع ټینګار کړی دی چې پر ایران په تیره بیا د هغه په ​​اټومي تاسیساتو هر ډول احتمالي برید به د تهران له سخت او پښېمانوونکي ځواب سره مخ شي او د امریکا اډو او صهیونیستي رژیم ته به سخت ګوزارونه ورکړل شي.