ورځپاڼو ته کتنه
نن د ایران چاپ ورځپاڼې په بېلابېلو مسائلو منجمله، د سیمې په حالاتو او د میلادالبني په مناسبت مسلمانانو ته د اسلامي انقلاب د رهبر د پیغام په اړه لیکنې کړي دي چي د مطلب په دوام کې به ورته کتنه وکړو.
د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې هم په خپله سرپاڼه کې د اسلامي انقلاب د رهبر د پیغام لنډیز ته یې انعکاس ورکړی دی او لیکلي دي: د وحدت د اوونۍ په مناسبت د رهبر پیغام/ په باطلو باندې د حق د کامیابۍ لومړنی شرط د کفري نړۍ په وړاندې د مسلمانانو تر مینځ یووالی دی.
ورځپاڼه وړاندې لیکي: د اسلامي انقلاب رهبر حضرت آیتالله العظمی سید مجتبی حسيني خامنهاي د وحدت اوونۍ په مناسبت په خپل پیغام کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) او حضرت امام جعفر صادق (ع) د مبارکو زوکړو کلیزې ته مبارکي ویلې ده او د اسلامي امت د کمزوري کولو او پر هغه د واکمنېدو لپاره د اختلافونو رامنځته کول او پراخول یې د اسلام د دښمنانو او بدغواړو اصلي موخه وبلله.
کیهان زیاتوي: د اسلامي انقلاب رهبر، د امریکا د جنایتکارې څېرې د غولوونکو نقابونو لوېدلو ته په اشارې سره، د اسلامي امت یووالی، له یو بل څخه دفاع او د کفر پر وړاندې ګډ دریځ، او همدارنګه په بېلابېلو مادي او معنوي برخو کې د همکارۍ او همغږۍ پیاوړتیا اړینه وبلله.
ورځپاڼه لیکي: رهبر د اسلامي هېوادونو واکمنانو ته په خطاب کې ټینګار وکړ: «د امریکا جنایتکار واکمنان او د صهیونیستي رژیم جعلي رژیم د اسلامي یووالي او د ټول اسلامي امت، په ځانګړې توګه د لویدیځې اسیا او شمالي افریقا د ملتونو قسم خوړلي دښمنان دي؛ نو خپل اصلي دښمن وپېژنئ او د هغه له پلان سره مقابله وکړئ.»
کیهان وړاندې لیکي چي د انقلاب رهبر همدارنګه په ایران کې د اسلامي مکتب د یووالي رامنځته کوونکو درسونو عملي کېدو ته په اشارې سره، یو ځل بیا له ټولو خلکو وغوښتل چې هېڅکله په خپلو منځونو کې د اختلاف د رامنځته کېدو اجازه ورنه کړي.
د تهران چاپ جوان ورځپاڼه
دغه ورځپاڼه بیا د ټرمپ له لورې د هرمز تنګی د خلاصېدو په اړه خپاره شویو ادعاو ته په غبرګون کې د تانکر ترکرز د نړیوال شرکت راپورونو ته چي د کښتیو په تګ راتګ څار کوي، په استناد سره لیکلي: د هرمز تنګی د اوبلارې د خلاصېدو په اړه د ټرمپ ادعاوې ناسمې دي.
په مطلب کې راغلی دی: د تانکر ټرکرز په څېر د ساحوي سرچینو معلومات ښيي چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو د تېرېدو د کچې په اړه د ټرمپ او د هغه د سپینې ماڼۍ د ټیم ادعاوې، له واقعي اندازې څخه شاوخوا درې برابره زیاتې دي؛ یعنې ۲۰۰ سلنه ډېرې.
جوان لیکي: د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي دي چي امریکا غواړي د رسندویې تبلیغاتو او ناسمو ادعاوو له لارې د انرژیو د قیمت د لوړېدو مخه ونیسي، خو د ورځپاڼې په باور دا ډول چلونه او تبلیغات نه شي کولای د انرژیو په نړیوال مارکیټ باندې د هرمز تنګی د بندون د اثراتو مخه ونیسي.
ورځپاڼه زیاتوي چي ټرمپ ته نږدې د «آکسیوس» سرچینو ویلي، د امریکا پوځ د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد لپاره پټ عملیات تنظیم کړي دي چې له مخې یې په منځنۍ توګه هره شپه له ۱۵ تر ۲۰ پورې د تېلو ټانکرونه له دې لارې تېر شوي دي خو د سپینې ماڼۍ رسمي روایت ادعا کوي، هره ورځ د هرمز له تنګي شاوخوا ۸ تر ۱۰ میلیونه بېرله تېل تېرېږي؛ خو د بېړیو د څارنې سوداګریز معلومات د دې شمېرې په اړه جدي شکونه راپورته کوي. جوان وړاندې لیکي: د تانکر ټرکرز په څېر د ساحوي سرچینو معلومات ښيي چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو د تېرېدو د کچې په اړه د ټرمپ او د هغه د سپینې ماڼۍ د ټیم ادعاوې، له واقعي اندازې څخه شاوخوا درې برابره زیاتې دي.
ورځپاڼه همداشان د مطلب په دوام کې د تنګی د خلاصېدو د ادعا په وړاندې د ایران د خارجه وزارت د مرستیال کاظم غریب ابادی خبرو ته انعکاس ورکوي او لیکي: «د هرمز تنګی په بشپړه توګه تړلی دی او که کومه بېړۍ له دې لارې تېرېږي، حتماً به د ایران د اسلامي جمهوریت له همغږۍ او اجازې سره وي، ایران دغه ادعاوې په هېڅ ډول نه تأییدوي او هېڅ بېړۍ له ایران سره له همغږۍ پرته د هرمز له تنګي څخه نه شي تېرېدای. د هغه په وینا، ایران له عمان سره د بېړیو د تګ راتګ په اړه تفاهم ته رسېدلی، خو د دغه تفاهم عملي کېدل د امریکا د ژمنو له پوره کولو سره تړاو لري.
جوان په پای کې لیکي: په داسې شرایطو کې داسې ښکاري چې د امریکا حکومت په قصدي ډول د هرمز تنګي په اړه داسې روایت رامنځته کوي چې د بازار د تمو د بدلون لپاره وکارول شي؛ داسې روایت چې هڅه کوي د تېلو د جریان د زیاتوالي او د ایران د نفوذ د کمېدو انځور وړاندې کړي. د انرژۍ د بازار شنونکي خبرداری ورکوي چې خبرونه کولی شي د بازار تمې بدلې کړي، خو د اوږدې مودې لپاره د تېلو د واقعي عرضې او د تېرېدو فزیکي واقعیت نه شي بدلولای.
د تهران جام جم ورځپاڼه
دغه ورځپاڼې بیا د امریکا او روسیې تر مینځ د ایټمې شخړو پورې اړوند یو راپور ته انعکاس ورکړی دی او لیکلي دي: په داسې حال کې چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ ډیپلوماټیکې او پوځي ترینګلتیاوې په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي، روسیې په یوه بېساري خبرداري کې ویلي چې د پنټاګون ستراتیجیستانو په جدي ډول په اروپا کې د اټومي وسلو د کارولو احتمال ارزوي؛ هغه اقدام چې کولی شي د اروپا امنیتي معادلې په بشپړه توګه بدلې کړي.
جام جم زیاتوي: راپورونه ښيي چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اټومي ډیپلوماسۍ په اړه ترینګلتیا نوې مرحلې ته داخله شوې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي «آندري بلوسوف» ادعا کړې چې د روسیې د غیرستراتیژیکو اټومي وسلو په اړه د واشنګټن اوسنی دریځ یوازې د امریکا د پټو پلانونو لپاره یوه پرده ده.
ورځپاڼه لیکي: په داسې حال کې چې روسیې مخکې هم د مسکو سرې کرښې په روښانه ډول بیان کړې دي، ولادیمیر پوتین، د روسیې ولسمشر، څو ځله خبرداری ورکړی چې د روسیې پولو ته نږدې سیمو، که په اروپا کې وي او که په اسیا کې، د امریکا له خوا د اټومي وسلو هر ډول ځای پر ځای کول به د مسکو له مستقیم او متناسب غبرګون سره مخ شي. د روسیې چارواکو په وروستیو څرګندونو کې هم د اټومي وسلو د احتمالي کارونې او د ناټو له لوري د ګواښونو په اړه اندېښنې مطرح کړې دي.
د افغانستان مطبوعات
د افغانستان د مطبوعاتو په سر کې د هشت صبح ورځپاڼه را اخلو
هشت صبح ورځپاڼه په یوه مطلب کې د جان بولټن د خاطراتو کتاب ته په کتو، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پاکستان د وضعیت په اړه د نوموړي پخوانیو اندېښنو ته کتنه کړې ده.
بولټن په خپلو خاطراتو کې څو ځله خبرداری ورکړی و چې د افغانستان پرېښودل او د طالبانو بیا واکمنېدل ښايي پاکستان له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کړي. د هغه په اند، د طالبانو افغانستان ته ستنېدل کولی شي د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټيټيپي فعالیتونه پیاوړي او په پایله کې د پاکستان امنیت او حتی د دغه هېواد د اټومي وسلو خوندیتوب له خطر سره مخ کړي.
هشت صبح لیکي، د بولټن ځینې پخواني خبرداري تر ډېره د اوسني وضعیت له واقعیتونو سره سمون لري. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان له ټيټيپي سره له زیاتېدونکي امنیتي کړکېچ سره مخ دی او د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې هم له جدي ترینګلتیا سره مخ شوې دي.
د ورځپاڼې په وېنا، بولټن ښايي د طالبانو او ټيټيپي ترمنځ قومي، ژبنۍ او مذهبي اړیکو ته په پام سره د پاکستان د راتلونکي وضعیت په اړه اندېښمن و. سربېره پر دې، د امریکا د ملي امنیت د سلاکار په توګه ممکن د هغه خبرداري یوازې شخصي تحلیلونه نه، بلکې د هغه مهال د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ هم ولاړ وو.
هشت صبح په پای کې ټینګار کوي چې پاکستان هغه مهال د طالبانو په ملاتړ کې دا ګومان کاوه چې د طالبانو واک ته ستنېدل به د هند پر وړاندې د اسلاماباد دریځ پیاوړی کړي؛ خو د ورځپاڼې په تحلیل، دغه محاسبه تر ډېره ناسمه ثابته شوې او پاکستان اوس د هماغه وضعیت له امنیتي پایلو سره مخ دی.