بقایي: اروپا په عمل کې د واشنګټن د اوامرو تابعداره ده
-
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقائی
پارس تودی- د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایران پر ضد د امریکا د اقتصادي جګړې په ملاتړ کې د اروپا د دریځ په غبرګون کې وویل: اروپا نور نه شي کولای د «ستراتېژیکې خپلواکۍ» خبرې وکړي، په داسې حال کې چې په عمل کې یې خپل رول د واشنګټن د اوامرو تر سره کوونکې ته راټیټ کړی دی.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په شپه د اروپايي ټولنې د اعلامیې په غبرګون کې ولیکل: فرانسوي لیکوال «دو لا بوئسي» «د اختیاري بندګۍ په اړه وینا» تر سرلیک لاندې په خپل کتاب کې له زیاتی، ظلم او ولکې سره د مرسته کوونکو په اړه یوه بنیادي حقیقت بیانوي: ولکه یوازې د زور پایله نه ده، بلکې ډېری وخت د هغو کسانو د تسلیمۍ له لارې رامنځته کېږي چې د خپلواک عمل کولو توان لري خو ترې ډډه کوي.
بقایي ټینګار وکړ: اروپا نور نه شي کولای د «ستراتېژیکې خپلواکۍ» خبرې وکړي، په داسې حال کې چې په عمل کې یې خپل رول د واشنګټن د اوامرو عملي کوونکې ته راټیټ کړی دی.
هغه څرګنده کړه: ستراتیژیکه خپلواکي په لوړو او تشریفاتي اعلامیو نه ترلاسه کېږي، بلکې د خپلواکې او مسؤولانه پرېکړې کولو د ارادې او وړتیا په څرګندولو سره ترلاسه کېږي، که څه هم دغه پرېکړې د یوه ستر ځواک له دریځ سره همغږې نه وي.
بقایي په دوام کې زیاته کړه: اروپا باید انتخاب وکړي؛ خپلواکه لوبغاړې وي، یا دومره د نورو تګلارو ته د انعکاس کولو عادت پیدا کړي چې دغه انعکاس له خپلواکۍ سره اشتباه کړي.