درڼا سرچینې (۲۰۸)
ابولهب، عبدالعُزّی بن عبدالمطلب بن هاشم، د قریشو له مشرانو و. د هغه د مخ سوروالی د اور د لمبې په څېر و؛ له همدې امله یې پلار هغه ته د «سور مخ پلار» یا «ابولهب» لقب ورکړی و.
ابولهب، د قریشو د ډېرو نورو کسانو په څېر، په سوداګرۍ بوخت و.
مخکې له دې چې د هغه وراره، محمد امین صلی الله علیه وآله وسلم، خپله بلنه په ښکاره ډول پیل کړي، له هغه سره یې ښې اړیکې درلودې.
تر دې چې د محمد صلی الله علیه وآله وسلم رضاعي لوڼې یې خپلو زامنو، عُتبه او عُتیبه، ته په نکاح کړې وې.
خو د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم له بعثت وروسته، ابولهب د اسلام له سرسختو دښمنانو څخه شو.
هغه به رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ته په بدو ردو او سپکو خبرو سره خلک له هغو لرې کول.
هغه ځان د «عُزّی» بت د ساتنې او د اسلام د دین پر وړاندې د هغه د دفاع لپاره ژمن باله.
له همدې امله، څه موده وروسته یې خپل زامن هم اړ کړل چې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم له لوڼو څخه جلا شي.
کله چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د خدای تعالی له لوري د شعراء سورت د ۲۱۴م آیت له حکم سره مخ شو چې فرمایي:
«خپل نږدې خپلوان د بدو کړنو او د بتپرستۍ له پایلې څخه ووېروه.»
نو د خپلو خپلوانو شاوخوا څلوېښت تنه کسان، چې د بني هاشمو له مشرانو څخه وو، د غرمې ډوډۍ ته یې راوبلل.
لا یې چې ډوډۍ پای ته نه وه رسولې، ابولهب د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په ملنډو وهلو پیل وکړ او مجلس یې ګډوډ کړ.
د ابولهب ځورونې او اذیتونه پای نه درلودل.
یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم بازار ته روان و او په لوړ غږ یې ویل:
«قولوا لا إله إلا الله، تفلحوا»
یعنې:
«ووایئ چې له یوه الله پرته بل معبود نشته، تر څو بریالي شئ.»
په همدې وخت کې ابولهب هغه ولید.
هغه دومره په ډبره د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د پښې پر شا وواهه چې له مبارکې پښې یې وینه روانه شوه.
بیا یې چیغې کړې:
«هغه دروغ وایي! هغه پېغمبر نه دی! د هغه خبرو ته غوږ مه نیسئ! د هغه خبرې مه منئ!»
ابولهب د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په ګاونډ کې اوسېده.
کله ناکله به رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم سهار وختي له کوره ووت، څو د خلکو کارونه ترسره کړي، یا به بازار ته ولاړ شي چې ډوډۍ او خرما واخلي او کور ته یې راوړي.
په لاره کې، د خپل کور مخې ته به یې د ابولهب د کور له دروازې سره کثافات، خځلې، خراب شوي خواړه او خوسا شوې مېوې لیدلې.
د هغوی بد بوی به د سهار پاکه فضا ککړوله.
بیا به یې سترګې پر ابولهب او د هغه پر مېرمن «ام جمیل» ولګېدې چې په خندا او شیطانت سره به کور ته ننوتل.
همدوی دا کثافات په لاره کې اچولي وو.
ام جمیل د حرب بن امیه لور او د ابوسفیان خور وه.
هغه یوه بدژبې او متکبره ښځه وه.
هغې به د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم او نورو مسلمانانو د ځورولو لپاره، په ډېر زحمت له دښتې څخه اغزي راټولول.
بیا به یې د لرګیو او اغزیو د لېږد لپاره هغه د کجورو په پاڼو تړل او پر غاړه به یې اچول.
وروسته به یې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم پر لاره اغزي شیندل، څو د هغه پښې زخمي کړي.
ځینې اغزي به د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په پښو کې ننوتل او هغه به یې سوځښت احساساوه.
هغه به له زخمي پښو سره کور ته رسېده، په ارام به کښېناست، اغزي به یې له پښو ایستل او بیا به یې د هغوی د هدایت لپاره دعا کوله.
ام جمیل د همدې کړنو له امله د «هیزم وړونکې ښځې»په نوم مشهوره شوه.
یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د «صفا» پر غره ودرېد؛ هغه غر چې د مکې پر ښار یې مشرف و.
هغه په لوړ غږ وویل:
«یا صَباحاه!»
عربو به دا جمله د خطر پر مهال کاروله.
د مکې خلکو چې دا غږ واورېد، د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم شاوخوا راټول شول، څو پوه شي چې کومه مهمه خبره پېښه شوې ده.
رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم هغوی ته مخ واړاوه او ویې فرمایل:
«که زه تاسو ته ووایم چې د دې غره تر شا د دښمن لښکر روان دی او غواړي پر تاسو برید وکړي، آیا زما خبره به ومنئ؟»
هغوی وویل: «هو! موږ له تا هېڅکله دروغ نه دي اورېدلي.»
رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وفرمایل: «نو زه تاسو اوس د دوزخ له اور څخه وېروم. خپل ځانونه له دې اور څخه وژغورئ.
زه د هغه څارونکي په څېر یم چې په لوړ غږ «یا صباحاه» وایي او خپل قوم د دښمن له خطر څخه خبروي.
زه تاسو توحید او د بتانو پرېښودلو ته رابولم.»
د مکې مشرکانو او د بتپرستانو مشرانو، په ځانګړي ډول ابولهب، ډېر غوسه شول.
هغوی د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم خبرې په سپکاوي او ملنډو بدرګه کړې او خپل مخالفت او کرکه یې څرګنده کړه.
ابولهب رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ته په کرکه وویل:
«تَبّاً لَک!»
یعنې:
«پر تا دې مرګ او لعنت وي!»
بیا یې وویل:
«ایا د دې لپاره دې موږ راټول کړي وو چې دا مهم خبر راته ووایې؟
ته څنګه ځان ته اجازه ورکوې چې زموږ پر خدایانو سپکاوی وکړې؟
موږ تا د «امین» په نوم پېژانده، خو له دې وروسته به غوره وي چې تا «لېونی» وبولو.»
خلکو هم د ابولهب د خبرې د ملاتړ لپاره هر یوه څه ویل او د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم خبره یې ردوله.
خو ځینو کسانو چوپتیا غوره کړه او په فکر کې ډوب شول.
هغوی د خپل حقیقتپال وجدان له مخې، په زړونو کې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم خبره سمه ګڼله؛ خو د څرګندولو جرئت یې نه درلود.
په همدې وخت کې د تبت سورت لومړي پنځه آیتونه نازل شول.
د دغو آیتونو په وسیله د ابولهب کړنې وغندل شوې او هغه ته د نورو بتپرستانو په پرتله لا سخت انجام وټاکل شو.
د مسد سورت آیتونه داسې دي:
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیمِ
تَبَّتْ یَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ
مَا أَغْنَىٰ عَنْهُ مَالُهُ وَمَا کَسَبَ
سَیَصْلَىٰ نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ
وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ
فِي جِیدِهَا حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ
ژباړه:
«د ابولهب دواړه لاسونه دې پرې شي، او هغه دې تباه شي.
د هغه مال او هغه څه چې ده ګټلي وو، هېڅ ګټه یې ونه کړه.
ژر به هغه په لمبه وهونکي اور کې ننوځي.
او د هغه مېرمن به هم، چې د هیزمو وړونکې ده،
په غاړه کې به یې د کجورو له پاڼو جوړ شوی رسۍ وي.»
په دې آیتونو کې خدای تعالی، د قرآن کریم د معمول طریقې خلاف، د ابولهب نوم په څرګنده یاد کړی او د هغه مېرمن یې هم یاده کړې ده.
قرآن کریم په څرګندو ټکو کې دوی دواړه د دوزخ اهل بللي او د سخت عذاب ژمنه یې ورته کړې ده.
مفسرانو د دې سورت د شأن نزول په اړه لیکلي دي چې ابولهب د قیامت او بیا راژوندي کېدو څخه منکر و.
هغه به ویل:
«محمد موږ له مرګ وروسته له پېښو څخه وېروي؛ خو کله چې موږ مړه شو، د هغه وعدې او ګواښونه به موږ ته هېڅ نه رسېږي.»
بیا به یې دواړه لاسونه پرانیستل، پرې به یې پو کول او ویل به یې:
«هغه څه چې باد وړي وي، څنګه یې بېرته راګرځول کېدای شي؟»
کله چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم مدینې منورې ته هجرت وکړ او د مشرکانو او مسلمانانو ترمنځ جګړې او شخړې پیل شوې، ابولهب د «بدر» په جګړه کې د ګډون توان ونه درلود؛ ځکه په آبله ناروغۍ اخته و.
خو قریشو ته یې څلور زره درهمه مرسته ورکړه او د خپل ځان پر ځای یې «عاص بن هشام بن مغیره» جګړې ته ولېږه.
د بدر له جګړې او د اسلام د لښکر له خوا د مشرکانو له ماتې وروسته، ابولهب د خپلې وراره، «ابوسفیان بن حارث بن عبدالمطلب»، د جګړې د پایلو په اړه وپوښتل.
ابوسفیان د قریشو د لښکر د ماتې او له منځه تللو کیسه ورته وکړه او بیا یې وویل:
«پر خدای قسم! موږ په دې جګړه کې داسې سپاره ولیدل چې د اسمان او ځمکې ترمنځ وو او د محمد صلی الله علیه وآله وسلم مرستې ته راغلي وو!»
ابورافع، چې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د بل تره، عباس، غلام و او هلته ناست و، وویل:
«هغوی د اسمان پرښتې وې.»
ابولهب ډېر غوسه شو.
هغه ابورافع ته یوه سخته څپېړه ورکړه، بیا یې پر ځمکه وغورځاوه او په وهلو یې پیل وکړ.
په همدې وخت کې د عباس مېرمنې له ځمکې څخه یوه لرګی راواخیست او د ابولهب پر سر یې وواهه.
هغې وویل:
«دا کمزوری سړی دې یوازې موندلی دی؟!»
د ابولهب سر زخمي شو او وینه ترې روانه شوه.
له اوو ورځو وروسته یې د بدن زخمونه عفونت وکړ او پر پوستکي یې لویې دانې راووته.
په همدې ناروغۍ کې مړ شو.
د ابولهب ناروغي او د بدن عفونت دومره سخت و چې خلکو جرئت نه کاوه هغه ته نږدې شي.
دوه شپې یې جنازه هماغسې پرته وه.
حتی زامن یې هم وېرېدل چې د هغه جسد ته ورنږدې شي.
د هغه د بدن بد بوی هره شېبه زیاتېده.
په پای کې د قریشو یو سړی د ابولهب زامنو ته راغی او ورته یې وویل:
«ایا تاسو شرم نه کوئ؟ ولې د خپل پلار مړی نه پورته کوئ؟ د هغه بد بوی هر ځای نیولی دی!»
هغوی وویل:
«موږ وېره لرو چې موږ هم په دې ناروغۍ اخته نه شو.»
هغه سړي وویل:
«زه به له تاسو سره مرسته وکړم.»
د ابولهب جسد یې پر یوې لرګینې تختې کېښود او د مکې تر ټولو لرې ځای ته یې یووړ.
هلته یې د یوه دېوال ترڅنګ کېښود.
بیا یې له لرې، پرته له دې چې جسد ته لاس وروړي، دومره ډبرې او کاڼي پرې واچول چې په پای کې د ابولهب جسد د ډبرو او خټو لاندې پټ شو.
ګرانو دوستانو!
په دې هیله چې د نړۍ د ټولو ظالمانو لاسونه پرې او د نړۍ د حقغوښتونکو بریا نصیب شي، تاسو ټول عزیزان په منان خدای سپارو.