په ایران کې د بهرنیو اتباعو شمېر کم شوی
ایران اعلان کړی چې د ۱.۸ میلیونه افغان کډوالو په وتلو سره په دغه هېواد کې د بهرنیو اتباعو شمېر کم شوی دی.
د فارس خبري اژانس په لیکنه، د ایران د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو مرکز مشر نادر یاراحمدي ویلي، د بهرنیو اتباعو شمېر د تنظیمولو د اقداماتو په پیل کې ۶.۱ میلیونه تنه اټکل شوی و، خو اوس دغه شمېر له ۵ میلیونو څخه کم شوی دی.
هغه زیاته کړې چې په تېر کال کې نږدې ۱.۸ میلیونه غیرمجاز بهرنيو وګړو د ایستلو یا په خپله خوښه له هېواده د وتلو له لارې ایران پرېښی دی.
نوموړي ویلي چې د بهرنیو اتباعو د زدهکوونکو شمېر هم له ۶۰۰ زرو څخه ۳۲۰ زرو ته راکم شوی او د لومړنیو توکو د مصرف او د خدماتو د شاخصونو کچه هم د پام وړ کمه شوې ده.
ایران ویلي چې له دغه هېواد څخه د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو بهیر به دوام ولري.