-
په ارزګان کې د شفلوغ اوبو ستر بند د جوړېدو چارې پیل شوې
Jul 03, 2025 09:48چارواکي وایي، د دې بند په جوړېدو سره به نه یوازې چې باراني اوبه زیرمه شي، بلکه زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه او کرکیلې ته چمتو شي.
-
افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې
Jul 01, 2025 08:54له جذبې او احساس څخه ډکې معنوي فضا کې، د هرات کلتوري ځوانان د بیرغونو او بینرونو په پورته کولو او ښار په تورو ټوټو پوښلو سره، خپل زړونه د محرم میاشتې د لومړۍ لسیزې د ماتم لپاره چمتو کوي، څو د امام حسین (ع) یاد او نوم په وفادارۍ او مینې سره ژوندی وساتي.
-
۸۰ سلنه افغان ځوانې ښځې زدهکړو او کار ته لاسرسی نه لري
Jun 28, 2025 08:35د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه ځوانې ښځې زدهکړو او کار ته لاسرسی نه لري.
-
طالبانو د ایران پر وړاندې د صهیونیستي رژیم برید غندلی
Jun 13, 2025 09:37د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د افغانستان اسلامي امارت د اسرائیلو رژیم لخوا د ایران اسلامي جمهوریت پر خاورې وروستي بریدونه او د پوځي قوماندانانو او اټومي پوهانو وژنې، چې د نړیوالو قوانینو د بنسټیزو اصولو، په ځانګړې توګه د هېوادونو د ملي حاکمیت او ارضي بشپړتیا ښکاره نقض دی، په کلکه غندي.
-
ترافیکي پېښو کندوز، میدان وردګو او پنجشیر کې ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
Jun 12, 2025 10:10د کندوز ولایت امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې د اختر په ورځو کې په یاد ولایت کې د بېلا بېلو ترافیکي پېښو له امله ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
-
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ازبکستان له ولسمشر سره وکتل
Jun 12, 2025 08:10د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د تاشکند د څلورم نړیوال کنفرانس په څنډه کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره کتلي دي.
-
طالبانو ښځو ته عزت او پرده ورکړې، خو امریکا فلسطین کې ښځې او ماشومان له منځه وړي
Jun 07, 2025 12:41د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده په کندهار کې د قربانۍ اختر په مناسبت وینا کې ویلي، ځینې لوري امریکا سره له دوستۍ خوشحاله دي او امریکا سره دوستي خپله بریا بولي، خو امریکا تر ټولو ستره ظالمه او د ټولو فلسطینيانو قاتله ده.
-
خیبرپښتونخوا کې ۳ پاکستاني پوځیان ووژل او ۴ نور له TTP سره یو ځای شول
Jun 07, 2025 11:23د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په خیبر ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو په یوه برید کې د دغه هېواد درې پوځیان وژل شوي، بلخوا وزیرستان کې بیا ۴ پوځیان له دغه ډلې سره یو ځای شوي دي.
-
ملاحسن آخند: د نظام د بنسټونو په اړه ستونزې شته او باید وېښ اوسو
Jun 07, 2025 11:08د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند د لوی اختر لمانځه وروسته په خپله وینا کې ویلي، که څه هم ستونزې شته، خو باید ویښ واوسو، علما او ټول افغانان باید دښمن ته د نظام د بنسټونو د کمزوري کولو اجازه ورنه کړي.
-
د پاکستان استازی د م.م. په امنیت شورا کې د طالبانو پر ضد د کمېټې مشر شو
Jun 05, 2025 03:05په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د طالبانو د بندیزونو د کمېټې، چې د ۱۹۸۸ په نوم مشهوره ده، مشري په غاړه واخیسته.