د امریکا کرغیړن ولسمشرټرمپ د افغانستان له واقعیتونو ناخبره دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i164692-د_امریکا_کرغیړن_ولسمشرټرمپ_د_افغانستان_له_واقعیتونو_ناخبره_دی
 افغانستان  د طالبانو د حکومت مرستیال وییندوي  د امریکا د کرغیړن  ولسمشر ټرمپ د وروستۍ ادعا په غبرګون کې، چې کابل ئې د نشه ایزو توکو پر وړاندې په مبارزې کې په پاتې راتلو تورن کړی و، دا ادعا رد کړه او وې ویل چې د ټرمپ څرګندونې د افغانستان له واقعیتونو د ناخبرۍ څرګندونه کوي.
(last modified 2025-09-17T01:45:52+00:00 )
Sep 17, 2025 06:13 Asia/Kabul
  •   د امریکا کرغیړن ولسمشرټرمپ د افغانستان له واقعیتونو ناخبره دی

 افغانستان  د طالبانو د حکومت مرستیال وییندوي  د امریکا د کرغیړن  ولسمشر ټرمپ د وروستۍ ادعا په غبرګون کې، چې کابل ئې د نشه ایزو توکو پر وړاندې په مبارزې کې په پاتې راتلو تورن کړی و، دا ادعا رد کړه او وې ویل چې د ټرمپ څرګندونې د افغانستان له واقعیتونو د ناخبرۍ څرګندونه کوي.

د تسنیم خبري اژانس  د راپور له مخې، د  افغانستان د طالبانو د حکومت مرستیال ویندوي حمدا...  فطرت د امریکائي کرغیړن ولسمشر ټرمپ د وروستۍ وینا په غبرګون کې، چې کابل ئې دنشه ایزو توکو د تولید او قاچاق په کنټرول کې په ناکامۍ تورن کړی و، دا تورونه ئې‌ بې بنسټه وبلل.

حمد ا... فطرت په یوې بیانیې کې، چې د افغانستان په رسنیو کې خپره شوې، وویل: «دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر له خوا د افغانستان د وضعیت په اړه د ناخبرۍ ښودنه کوي. په دغه  هیواد کې د  نشه ایزو توکو تولید او قاچاق کابو  صفر ته رسېدلی او اوس دا ستونزه ډېره په ګاونډیو هیوادونو کې لیدل کېږي.»

هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت له واک ته بیا رسېدو وروسته د کوکنارو کښت او د نشه ایزو توکو د  قاچاق د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات کړي او په دې برخه کې ئې بریاوې هم ترلاسه کړې دي.

 افغانستان کلونه د نړۍ د کوکنارو  ترټولو لوي تولیدوونکي هیواد په توګه پېژندل شوی و. د ۲۰۲۱ کال په اګست  میاشت کې د امریکائي  عسکرو  له وتلو او د طالبانو په بیا واکمنۍ پسې، دغې ډلې ژمنه وکړه چې د کوکنارو کښت او دنشه ایزو  توکو قاچاق به منع کړي. په ۲۰۲۲ کال کې طالبانو په رسمي توګه د کوکنارو کښت منع کړ او اعلان ئې وکړ چې د کښتونو د له منځه وړلو او سخت کنټرول له لارې ئې دکوکنارو  تولید په پراخه کچه کم کړی دی.

 داپه داسې حال کې دي چې د اروپايي ټولنې پخواني ځانګړي استازي توماس نیکلسن تېر کال د طالبانو له چارواکو سره په لیدنه کې ټینګار کړی و  ،د طالبانو دنشه ایزو  توکو پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ، اړتیا ده چې اړونده نړیوالې ادارې د کوکنارو د کښت بدیل او د  نشه یانو  د درملنې په برخې کې ورسره مرسته وکړي.