-
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سویلي قفقاز په درېیمه غونډه کې ګډون وکړ
Oct 18, 2024 13:41د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سویلي قفقاز په درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ استانبول ته ورسېد. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د جمعې په ورځ په استانبول کې د آذربایجان، ایران، روسیې او ارمنستان د بهرنیو چارو د وزیرانو په کوربه توب، د سویلي قفقاز د سیمه ایزو همکاریو د غونډې تر ټولو مهم هدف، د ثبات له ټینګښت سره مرسته کول اوپه سویلي قفقاز کې د سوکالۍ زیاتوالی اعلان کړ.
-
صهیونیسټي رژیم یوازې د زور په ژبه پوهېږي
Oct 18, 2024 10:05د ایران د اسلامي شورا مشر«محمد باقر قالیباف» وویل: که د ایران اسلامي جمهوریت د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته ځواب نه وای ورکړی، دغه رژیم خپلو تیریو ته دوام ورکولو، ځکه اسرائیل یوازې د زور په ژبه پوهیږي.
-
د شانګهای مشرانو د يو اړخيزتوب پر مخنيوي ټينګار وکړ
Oct 17, 2024 12:42د اسلام آباد د غونډې په وروستۍ اعلاميه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو، پر هېوادونو د يو اړخيزو بنديزونو له لګولو سره د مخالفت ترڅنګ، دا یې د نړيوالو اصولو خلاف کار وباله.
-
له افغانستانه پاکستان ته د قاچاق شویو امریکايي وسلو یوه جوپه کشف شوې
Oct 15, 2024 09:40د تورخم په ګمرک کې د پاکستاني استخباراتو یوه چارواکي ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو له افغانستان څخه د قاچاق شویو امریکايي وسلو یو ډک موټر کشف او ضبط کړی دی.
-
بريتانیا د افغانستان د تېر نظام ۵۰۰ ځانګړو ځواکونو ته پناه ورکوي
Oct 15, 2024 09:19ټاکل شوې د بریتانیا دولت د افغانستان د تېر نظام ۵۰۰ ځانګړو ځواکونو ته پناه ورکړي.
-
د خیبر پښتونخوا په بنو کې څلور پولیس افسران او پنځه وسلهوال وژل شوي
Oct 15, 2024 09:10د پاکستان په ناآرامه خیبر پښتونخوا صوبې کې د اکتوبر په ۱۴مه لږترلږه څلور پولیس افسران او پنځه وسلهوال ووژل شول.
-
نن په اسلام اباد کې د شانګهای همکاریو سازمان غونډه پیلېږي
Oct 15, 2024 08:49ټاکل شوې چې د شانګهای همکاریو سازمان غونډه نن د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې پيل شي.
-
د چین لومړی وزیر سبا پاکستان ته ورځي
Oct 13, 2024 11:29زمونږ خبریال راپور راکړی د چین لومړی وزیر لي کیانګ(Li Qiang) ټاکل شوی دی چې په څلور ورځني سفر اسلام اباد ته ورشي چې د پاکستان له پوځي قومندانانو او حکومتي چارواکو سره کتنه وکړي او دغه راز د شانګهايي د ملګرتیا موسسې په غونډې کښې هم ګډون وکړي.
-
ایران په پاکستان کې ترهګریز برید وغانده
Oct 12, 2024 02:03د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د پاکستان په بلوچستان صوبې کې د ډبرو سکرو په کان کې ترهګریز حمله وغندله.
-
د بلوچستان پر کان کیندونکو په برید کې ۴ افغان کارګر هم وژل شوي
Oct 12, 2024 01:45د افغان طالبانو حکومت ویلي چې د بلوچستان صوبې په (دوکي) کې د سکرو پر کان کیندونکو په برید کې ۴ افغان کارګر هم وژل شوي دي.