په پاړاچنار کې د ترهګریزې حملې پر ضد پاکستانیانو مظاهره وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i154538-په_پاړاچنار_کې_د_ترهګریزې_حملې_پر_ضد_پاکستانیانو_مظاهره_وکړه
په سلګونه پاکستاني مظاهره چیانو د جمعې په ورځ د جمعې له لمانځه وروسته د اسلام آباد په ګډون د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې، د پاړه چنار د اهل تشیع پر اوسېدونکو د پرلپسې ترهګریزو بریدونو په اعتراض کې لاریون وکړ.
(last modified 2024-11-23T02:11:28+00:00 )
Nov 23, 2024 06:37 Asia/Kabul
  • په پاړاچنار کې د ترهګریزې حملې پر ضد پاکستانیانو مظاهره وکړه

په سلګونه پاکستاني مظاهره چیانو د جمعې په ورځ د جمعې له لمانځه وروسته د اسلام آباد په ګډون د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې، د پاړه چنار د اهل تشیع پر اوسېدونکو د پرلپسې ترهګریزو بریدونو په اعتراض کې لاریون وکړ.

د سحاب شبکې د خبر له مخې، لاریون کوونکو د تکفیري وسله والو او تکفیریانو پر ضد د شعارونه په ورکولو سره، د پاړاچنار ښار د کړکېچن وضعیت په اړه یې د پاکستان له حکومت او پوځ څخه د سمدستي غبرګون غوښتنه وکړه، چې په وروستیو کلونو کې هم د دغه سیمې د اهل تشیع پر ضد څو ترهګریز بریدونه شوي دي.

په دغو غونډو کې موجود پاکستاني شخصیتونو ټینګار وکړ ترهګر عناصرو په پاړاچنار ښار کې د ناکراریو له زیاتېدا څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هڅه کوي چې د مذهبي ډلو د پیروانو ترمنځ سلوې او زغم ته تاوان ورسوي.

د پاکستان په شمال لوېديځ کې د پاړه چنار – پيښور په سړک پر څو مسافر وړونکو موټرو باندې د تېرې پنجشبنې په ترهګریز بريد کې لږ تر لږه ٤٢ تنه ووژل شول او په لسګونه تنه نور ټپيان شول. چې د ځینو ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی.

 د پاکستان اهل تشیع د دغه ترهګریز برید له امله درې ورځنی ماتم اعلان کړ.