د ایران په سویل ختیځ کې دوه امنیتي ساتونکي په شهادت رسېدلي
(last modified Mon, 18 Nov 2024 10:47:05 GMT )
Nov 18, 2024 15:17 Asia/Kabul
  • د ایران په سویل ختیځ کې دوه امنیتي ساتونکي په شهادت رسېدلي

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس قرارگاه عامه اړیکو، د ایران په سویل ختیځ کې په سراوان ښار کې د دوو امنیتي ساتونکو د شهادت خبر ورکړ.

د سحاب شبکې د خبر له مخې، د سپاه پاسدارانو د ځمکنیو ځواکونو د قدس قرارګاه عامه اړیکو د دوشنبې په ورځ د یوې خبرتیا په خپرولو سره اعلان وکړ:  نن (دوشنبه) د ایران د سراوان ښار ۲ تنه امنیتي ساتونکي چې په شخصي موټر کې له کار څخه کور ته روان وو، د ترهګرو لخوا په شهادت ورسېدل.

د دې اعلامیې له مخې، د دغې ترهګرې پېښې جزئیات به وروسته اعلان شي.

د یادولو وړ ده چې سراوان ښار د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د پاکستان په ګاونډ کې پروت دی.

او بل خبر دا چې:

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، کابل ته د ایراني پلاوي د سفر او د بندیانو د تبادلې په اړه د خبرو اترو په اړه په خپل وروستي خبري کنفرانس کې ویلي چې، خپل هېواد ته د افغان بندیانو د لېږد لپاره د ایران او د افغانستان د سرپرست حکومت ترمنځ خبرې اترې له اوږدې مودې راهیسې روانې وې.

بقايي څرګنده کړې: "د ایران په زندانونو کې د افغان محکوم شویو او بندیانو شمېر زیات دی او موږ د ایران په ډېرو ولایتونو کې افغان بندیان لرو."