-
الاقصی جومات ته هر ډول ګواښ د مسیحیانو پر کلیساګانو ګواښ دی
Dec 25, 2025 11:21د قدس ارتوډکس مسیحیانو لوي پادري تئوفیلوس دریم د صهیونیسټانو لخوا د الاقصی جومات پر وړاندې شویو اقداماتو په غندلو سره وویل چې د اسلامي مقدسو ځایونو پر وړاندې، هر ډول ګواښ د مسیحیانو پر کلیساګانو او نورو مقدسو ځایونو باندې ګواښ دی.
-
د محمدعلي جناح د زوکړې په مناسبت له ختیځي ګاونډي سره د ایران د یووالي پیغام
Dec 25, 2025 10:27د پاکستان ولس نن د دسمبر ۲۵ نیټه چې له کرسمس ورځې سره برابره ده ،د خپل هېواد د بنسټګرقاید اعظم محمد علی جناح د زوکړې کلیزه د اسلاماباد پشمول په بېلابېلو ښارونو کې د نمانځغونډو او جشنونو په ترسره کولو سره لمانځي. محمدعلي جناح ۱۴۹ کاله وړاندې په همدې ورځ په کراچۍ په ښار کې زېږېدلی و.
-
د رڼا سرچینې (۱۵۴) قدرت ته د شتمنو تمه
Dec 25, 2025 10:26د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۵۴م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینې د لړۍ په دې برخه کې، د احقاف سورت د ۱۱م او ۱۲م آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ.
-
په عراق کې له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د عادي کېدو پرضدسخت غبرګونونه راپاریدلی
Dec 25, 2025 09:55پارس ټوډې – د عراق د صدربهیر مشر او د عراق د کډوالۍ وزیر او یو شمیر نورو لوړپوړو مشرانو د یوې کلیسا د یوه مسئول لوئیس رافائل ساکو د څرګندونو په وړاندې په سختو غبرګونونو سره،له صهیونیسټي رژیم سره د هر ډول اړیکو عادي کیدل جرم او مردود وبلل او د فلسطین په پریکننده ملاتړ ئې ټینګار وکړ.
-
بلجیم په رسمي ډول د اسرائیلو د نسلوژنې د قضیې حقوقي متحد شو
Dec 25, 2025 09:13د بلجیم ګډون په مستقیم ډول د دې هېواد له رول سره تړاو لري چې د ۱۹۴۸ کال د نسلوژنې د جرم د مخنیوي او د سزا کنونش د پلي کولو په برخه کې یې لري. محکمه تر دې وړاندې د سویلي افریقا شکایت څېړلی و، او د څېړنو اصلي تمرکز د غزې په اړه د اسرائیلو د پوځي عملیاتو په تړاو د دې کنونشن پر تفسیر او تطبیق دی.
-
افغانستان او ایران د کاري ځواک د تبادلې پر پیاوړتیا سره مشورې کوي
Dec 25, 2025 08:47د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وياند سميع ا... ابراهيمي وايي، په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمینځ پر دوهاړخیزو کاري اړیکو، ایران ته د افغان کارګرانو د قانوني لېږد، د کاري ځواک پر منظم تنظیم، د ګډو همکاریو پر پراختیا او په تیره بیا د افغان کډوالو د وضعیت پر ارزونه خبرې وشوې.
-
دین | پر اسلام د آلماني ځوانانو باور | د «امام مهدي څوک دی؟» کمپاین آلمان ته ورسېد
Dec 24, 2025 12:04پارس ټوډې- د آلمان په یوه نظرپوښتنه کې ښودل شوې چې د ځوانانو په منځ کې پر اسلام باور، د کاتولیک کلیسا باندې له باور څخه زیات دی.
-
د پرس ټي وي شبکې خبرياله د صهیونیسټي پوځیانو په برید کې ټپي شوه
Dec 24, 2025 11:50پارس ټوډې- د پرس ټي وي شبکې خبرياله د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې، د قلندیا د کډوالو کمپ باندې د صهیونیسټي پوځیانو د یرغل په جریان کې د ژوندي راپور ورکولو پر مهال ټپي شوه.
-
د آسیا پوځي بدلونونه | د ټرمپ د طرحې له ناکامۍ وروسته د تایلنډ او کمبوډیا ترمنځ د آسهآن منځګړیتوب
Dec 24, 2025 10:24پارسټوډې – وروسته له هغې چې د ټرمپ طرحه ونه توانېده د تایلنډ او کمبوډیا ترمنځ سرحدي نښتې ودروي، د جنوب ختیځې آسیا د هېوادونو د ټولنې «آسهآن» استازو په یوې ناستې کې، د جګړهځپلو دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د ټینګښت لپاره خپل نوښت وړاندې کړ.
-
فرانسوي–تونسي پوهنتوني څېره: سردار سلیماني د مقاومت د محور مهمه څېره وه
Dec 24, 2025 08:48پارسټوډې – یوې فرانسوي–تونسي پوهنتوني څېرې وویل: د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قومندان شهید سردار قاسم سلیماني، د امریکايي–صهیونیسټي امپریالیزم پر وړاندې د مقاومت ستراتیژيک بنسټ کېښود.