-
اسرائیلو ته د ټرمپ شین څراغ؛ آیا په غزه کې به بیا جګړه پیل شي؟
Oct 16, 2025 12:11پارس توډې - د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اسرائیلو ته د غزې جګړې د بیا پیلولو لپاره شین څراغ وښوده.
-
د صهیونيسټي رژیم د غزې پر ضد د جګړې له سره د پیلولو ګواښ وکړ
Oct 16, 2025 10:59پارس ټوډي- په داسې حال کې چې د فلسطین اسلامي مقاومتي غورځنګ (حماس) تر اوسه پورې د غزې د اوربند پر مادو عمل کړی او صهیونيسټي بندیان ئې بیرته خوشي کړي دي، د صهیونيسټي رژیم د جګړې وزیر وويل: که حماس د موافقې له عملي کولو انکار وکړي، نومونږ به له امريکا سره په همغږۍ جګړې ته بیرته وګرځو.
-
د اروپا - مدیترانې د بشري حقونو څارونکي: اسرائیل لا هم له لوږې څخه د نسلوژنې د وسیلې په توګه کار اخلي
Oct 16, 2025 10:16پارس ټوډې - د اروپا - مدیترانې د بشري حقونو څارونکي په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې په غزه کې د قحطۍ او لوږې خطر لا هم له منځه نه دی تللی او په قصدي توګه د بشري مرستو کمښت ښيي چې صهیونیسټي رژیم لا هم د لوږې پالیسي د ډلهییزې نسلوژنې د وسیلې په توګه کاروي.
-
د صهیونیسټي رژیم پر ضد د قطر چارواکي سخته لهجه وکاروله
Oct 16, 2025 10:03پارس ټوډي- د قطر یوې وزیرې وئيلي د ي،چې صهیونيسټي رژیم پخپل حماقت او کبرسره، په درستې نړئ کې د غزې او فلسطین د ملاتړ د تخم د کښت سبب شوی او دا تخمونه به په نهایت کې د فلسطین د خپلواکۍ او ازادۍ لامل شي.
-
په صهیونیسټي پوځ کې په نشهيي توکو د روږدې کېدو زیاتوالی / اسرائیلو د غزې توافق د نقض په اړه امریکا ته خبرداری ورکړ
Oct 16, 2025 09:25پارس ټوډې - د اسرائیلو «ال سام» بنسټ، چې د نشهيي توکو د روږدو کسانو په درملنه کې تخصص لري، په یوه اعلامیه کې افشا کړه چې ۱۳ سلنه هغه کسان چې د روږدې کېدو له امله تر درملنې لاندې دي، د صهیونیسټي پوځ ذخیره عسکر دي.
-
د ایران اسلامي جمهوريت د خبرو اترو وړتيا لري خو د زور پيټی نه وړي
Oct 16, 2025 09:00پارس ټوډي- د ایران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو اړيکو د سټراټيژيکې شورا مشر په ټينګار سره ويلي:د ایران اسلامي جمهوريت د خبرو اترو وړتيا لري خو هیڅکله د زور خبرو او پيټي وړلو او منلو ته هیڅکله هم تیار نه دي.
-
د ایران او افغانستان اقتصادي نندارتون / په تاجکستان کې د پانګونې خبرې اترې
Oct 16, 2025 08:43پارس ټوډې - د ایران په ختیځ کې د جنوبي خراسان والي وویل: د ایران او افغانستان ګډ نندارتون د جنوبي خراسان او د هېواد ختیځې سیمې اقتصادي، صنعتي، معدني او کرنېزو وړتیاوو او ظرفیتونو د پېژندلو لپاره، یوه ارزښتناکه او زرینه موقع ده.
-
پاکستان : په کابل اوکندهار کې یی د افغان طالبانو او ټی ټی پی پټنځایونه بمبار کړل
Oct 16, 2025 02:34خواجه اصف ادعا کړی ده چی طالبان د هند 'نیابتي جګړه کوي او د نوي ډیلي ګوډاګي شوي دي، اوربند مو هم د ملګرو هیوادونو د مداخلې په وجه وکړ خو زه فکر نه کوم چې دا به ډیر دوام وکړي .
-
د افغانستان او پاکستان حکومتونه دې رغنده خبرې اترې بیا پيل کړي
Oct 15, 2025 02:25د روسيې د بهرنیو چارو د وزارت یوې ویندوئي د افغانستان د طالبانو حکومتي ځواکونو او پاکستاني پوځ تر منځ د جګړو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو خواؤ ئې غوښتي چې خپل اختلافات دې له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي او رغنده مذاکرات دې بیا پیل کړي.
-
د افغانستان ختیځې برخې له زلزله ځپلو سره مرستې د بند کېدو په خطر کې دي
Oct 15, 2025 02:23یونیسف ادارې خبرداری ورکړی چې د بودیجې کمښت او د سرپناه د ځایونو نشتوالی، د افغانستان ختیځې برخې د زلزلې زیانمنانو د بیړني حالت د دوام لامل شوي او د ژمې په رارسیدو سره، له دغو زیانمنو مرستې د بندیدو له خطرې سره مخ دي .