د صهیونیسټي رژیم پر ضد د قطر چارواکي سخته لهجه وکاروله 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i165980-د_صهیونیسټي_رژیم_پر_ضد_د_قطر_چارواکي_سخته_لهجه_وکاروله
پارس ټوډي- د قطر یوې  وزیرې  وئيلي د ي،چې صهیونيسټي  رژیم پخپل حماقت او کبرسره، په درستې نړئ کې د غزې او فلسطین  د ملاتړ  د  تخم د کښت سبب شوی او دا تخمونه  به په  نهایت کې  د  فلسطین د خپلواکۍ او ازادۍ لامل شي.
(last modified 2025-10-16T09:06:19+00:00 )
Oct 16, 2025 13:33 Asia/Kabul
  • د قطر د علومو وزیره  لؤلؤه الخاطر
    د قطر د علومو وزیره لؤلؤه الخاطر

پارس ټوډي- د قطر یوې  وزیرې  وئيلي د ي،چې صهیونيسټي  رژیم پخپل حماقت او کبرسره، په درستې نړئ کې د غزې او فلسطین  د ملاتړ  د  تخم د کښت سبب شوی او دا تخمونه  به په  نهایت کې  د  فلسطین د خپلواکۍ او ازادۍ لامل شي.

د قطر د علومو وزیرې، لؤلؤه الخاطر، په یوه یادښت کې چې په غزې کې د جګړې د پای په مناسبت دی؛ د فلسطیني خلکو د استقامت په اوسمهاله تاریخ کې د یوه مهم ټکې په توګه ګڼي او وائي چې دا پېښه د  داسې  تازه سباؤن راپورته کیدا ده چې د اوږدې او درده ډکې تورتمې شپې ښکارنده  پای ته رسوي. میرمن لؤلؤه الخاطر، ؛ حقیقت وکاروئ؛ په عنوان سره د  خپل یو سمبولیک  عمل د نوښت په یادولو سره  چې په ۲۰۲۱ کې او  په نیواکي قدس  ټاتوبي کې د شيخ جراح  د کوڅې له پېښو وروسته پيل شوې، وائي:  د زيتون  هه نیالګی چې په قطر کې په  الأهلي کلب کې کېښودل شوی، اوس یوه لویه ونه شوه چې په ځمکه کې ئې  ریښې غځولي او د استقامت او تل پاتیکیدا یوه نښه شوې ده.

 صهیونيسټي  رسنۍ، په غزې کې  له بلوه ګرو وسله والو  ډلو څخه  په پوځي ملاتړ اعتراف

صهیونيسټي  ورځپاڼې «معاريو» منلې   ده چې اسرائیلي پوځ په یو  بې مخینې ګام کې،په غزې کې د وسله والو بلوه ګرو ډلو ملاتړ او ساتنه کوي او دا ځواکونه ئې له «زیړې  کرښې»  سره نزدې دیره کړي دي. معاريو ورځپاڼې  لیکلي: اسرائیلي پوځ او امنیتي ادارې وئيلي دي ، په غزې کې د حماس مخالفو وسله والو ډلوسره مرستې  او هرډول  ملاتړ ئې کوي چې. دغې صهیوني ورځپاڼې زیاته کړې ده : دغه ډلې په «زیړه ه  کرښې» یا هماغه  د اسرائیلو تر کنټرول لاندې سیمې او غزې ترمنځ  هماغه کرښه ده.

د ناپيلي غورځنګ د فلسطين قضيې پر عادلانه حل بیا ځلې ټينګار

ناپيلي  غورځنګ، بيا ځلې  د فلسطين  د مسئلې  د حل لپاره د يوې عادلانه او سوله ييزې حل لارې  موندلو   پر خپلې ژمنتیا ټينګار کړی دی د یوګینډا ولسمشر يوري موسوني  چې د  ناپيّلي غورځنګ د غړو هیوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو  د  نولمسې ناستې  مشردی، ويلي: ناپيلی غورځنګ، د اوګاندا  په مشرئ کې ، تل د فلسطين مسئلې څخه  په نړيواله کچه ملاتړ کړی دی. موسوني هم د ناپيّلي غورځنګ د دوامداره ډيپلوماسي د هڅو يادونه کړې چې د فلسطين  د مسئلې ملاتړ کوي چې پکې دغه غورځنګ له  نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې ده چې د فلسطين هېواد په رسمیّت پېژندي او په ملګرو ملتو کې د هغو د بشپړ غړيتوب ملاتړ وکړي.

د څېړنيز کميشن د جوړولو لپاره د نتنیاهو  په کابینې  د اسرائيلو د قضائي محکمې دباؤ

د صهيونيسټي  رژیم  یوړې قضائي محکمې څوڅو ځله د  طوفان الاقصي د پېښو په اړه د څېړنيزې کمیټې د جوړولو غوښتنه کړې ده؛ خو د دې رژیم د لومړي وزير بنيامين نتانياهو،کابينې،ددغې موضوع له منلو ډډه کړې ده.د صهيونيسټي رژیم ۱۳  چینل اعلان کړی چې ددغه رژیم لوړې قضائي محکمې د نتانياهو کابينې ته  وئيلي دي،چې تر يوې مياشتې پورې د څېړنيز کميشن  د جوړولو په اړه ځواب ورکړي.د صهيونيسټي رژیم  لوړې محکمې په  چارشنبه د نتنياهو کابينې ته امر کړی چې د څيړنيز کميشن د جوړولو پروسې په اړه ځواب وړاندې کړي.