-
د جنګ د ختمولو لپاره د ایران شرطونه او د امریکا پلان ته د ایران ځواب ورکړل شو
Mar 26, 2026 08:05زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران یوه خبر چارواکي وویل ایران هغه وخت جنګ پاې ته رسوي چې په خپله یې فیصله کړې وي.
-
د جرمني سیاستوالې د برلین حکومت ته وویل شرمیږئ نه!
Mar 26, 2026 06:48ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د جرمني د پارلمان غړي او سیاستوالې میرمن «امیره محمد علي»په ایران باندې د پوځي تیري په هکله د برلین د حکومت په دریځونو باندې نیوکې سره وویل: ظاهرا هیڅ شرم نلرئ، څومره وخت اخلي چې معلومه شي په یوه هیواد باندې حمله قانوني ده او که نه؟.
-
ابراهم لینکن جنګي بیړئ د ایرانيو مبارزانو د کروزتوغندیوپه شیشت کې
Mar 25, 2026 12:46پارس ټوډې ا- دایران د اسلامی جمهوریت د پوځ سمندری ځواک د څوم ځل لپاره د قدیر سمندر په لور له ساحله د کروز قدرتمنو توغندیو په ویشتلو سره دامریکا ابراهم لینکن الوتکه وړونکې ستره جنګي بیړئ دلارې بدلولو ته اړ کړه.
-
پزشکیان: د نړۍ د آزادو خلکو زړونه له صهیونیسټانو سره نه دي
Mar 24, 2026 22:08پارس ټوډې – د ایران ولسمشر په یوه مطلب کې د دې په بیان سره چې د نړۍ د آزادو خلکو زړونه له صهیونیسټانو سره نه دي ولیکل: په سېمه کې ثبات، د ملتونو په ملتیا او د دوی غوښتنو ته په درناوي سره شونتیا لري.
-
سرلښکر عبداللهي: د ایران وسله وال ځواکونه تر بشپړې بریا پورې دفاع ته دوام ورکوي
Mar 24, 2026 22:06پارس ټودې – د ایران د اسلامي جمهوریت د حضرت خاتم الانبیا (ص) د مرکزي قرارګاه قوماندان په یوه پیغام کې ټینګار وکړ: د اسلامي ایران مقتدره وسله وال ځواکونه د اسلامي انقلاب د ګران رهبر په بشپړ اطاعت کې، د بریالي او سرلوړي ایران له خاورې په دفاع کې پر خپلې ژمنې باندې ټینګ ولاړ دي او دا له غرور ډکه لاره د اسلامي ایران د پوه او زړه ور ملت په ملاتړ سره تر بشپړې بریا پورې به دوام ورکړي.
-
د خاتم الانبیا د قرارګاه ویاند: له سېمې ورهاخوا هېوادونه په فارس خلیج کې د دخالت حق نه لري
Mar 24, 2026 22:03د حضرت خاتم الانبیا (ص) د مرکزي قرارګاه ویاند څرګنده کړه: د هرمز تنګي کنټرول په اقتدار او ماین ښخولو پرته ترسره کېږي.
-
سرلښکر رضايي امریکا ته په خطاب کې: په فارس خلیج کې به ډوب شئ
Mar 24, 2026 21:20پارس ټودې – د سپېڅلې ۸ کلنې دفاع پر مهال د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان له امریکايي صهونیسټي دښمن څخه د ټولو زیانونو تر اخیستو پورې د جګړې پر دوام ټینګار وکړ.
-
لاوروف: د ایران د اټومي مرکزونو پر وړاندې د امریکايي او صهیونیسټي یرغلګرو بریدونو ته د ګروسي غبرګون ناکافي دی
Mar 24, 2026 21:15پارس ټوډې – د روسې د بهرنیو چارو وزیر وویل: د اټومي امنیت پر وړاندې د امریکا او اسرائيلو بې کنټروله اقداماتو ته د اټومي انرژي د نړیوال آژانس د عمومي مشر ګروسي غبرګون ناکافي دی.
-
په ایروان کې د ایران د میناب ښوونځي له شهیدانو سره د ارمني زده کوونکو پیوستون
Mar 24, 2026 21:09پارس ټوډې – د ایران د میناب ولسوالۍ پر شجره طبیه ښوونځي باندې د امریکا او اسرائیلو د برید او له امله یې د یوزیات شمېر زده کوونکو د شهادت په غبرګون کې، د ایروان په یوه جومات کې د ارمني ایران پېژندونکو، ښوونکو او زده کوونکو په پراخ ګډون سره د پیوستون او درناوي مراسم ترسره شول.
-
پر ایران باندې په پوځي یرغل کې د امریکا او صهیونیسټي رژیم پر ماتې باندې د اسرائیلو د پخواني لومړي وزیر اعتراف
Mar 24, 2026 21:01پارس ټوډې – د صهیونیسټي رژیم پخواني لومړي وزیر پر دې باندې په اعتراف سره چې امریکا او اسرائيلو پر ایران باندې په وروستي یرغل کې بندون او کړکېچ ته رسېدلي دي، خبرداری ورکړ چې د جګړې دوام کولای شي تل ابیب د ستراتېژیکې ماتې مرحلې او پړاو ته ورسوي.