اوچا: په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو ډېر قربانیان ماشومان دي
Jul 02, 2026 06:27 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې ناچاوده مهمات د ملکیانو ژوند ګواښي او ماشومان د دغو پېښو ډېر قربانیان دي.
نوموړي سازمان راپور ورکړی چې له جنورۍ میاشتې تر مې پورې، د ناچاوده مهماتو له امله ۱۷۵ د تلفاتو پېښې ثبت شوې چې شاوخوا ۷۵ سلنه قربانیان یې ماشومان دي.
اوچا خبرداری ورکړی چې د دغه وضعیت دوام، په ځانګړې توګه په زیانمنو سیمو کې د ملکي وګړو لپاره جدي ګواښ رامنځته کوي.
د راپور له مخې، تر جون میاشتې پورې په افغانستان کې د ماین پاکۍ فعالیتونو لپاره د اړتیا وړ ۱۴.۵ میلیونو ډالرو څخه یوازې ۳.۶ میلیونه ډالر برابر شوي دي.
اوچا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د مالي ملاتړ په زیاتولو سره په افغانستان کې د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند خوندي کړي.
ټیګونه