-
د تورکیې د کورنیو چارو وزیر: په ټوله تورکیه کې د داعش ۳۵۰ څخه ډېر شکمن ترهګر نیول شوي
Dec 31, 2025 02:23چارواکي وايي، شاوخوا ۴۱ تنه شکمن کسان د یالووا په ولایت کې د دوشنبې ورځې له ترهګریزې پېښې سره تړاو لري او د نوي کال د لمانځلو پر مهال یې په استانبول کې د ورته بریدونو پلان درلود.
-
ترکي ورځپاڼه: د ایراني سپوږمکیو توغول د ایران او روسیې د همکاریو د لا ژورتیا یو بل ګام دی
Dec 29, 2025 08:38پارسټوډې – یوې ترکي ورځپاڼې په خپل راپور کې د روسي سایوز توغندي په وسیله د ځمکني مدار ته د درې ایراني سپوږمکیو د توغولو په اړه لیکلي دي: دا اقدام د فضايي ټکنالوژۍ په برخه کې د تهران او مسکو ترمنځ د همکاریو د پراختیا او ژورتیا یو روښانه نښه ده.
-
عراقچي: کابل کې حاکم نظام شته، خو حکومت باید د خلکو پر اراده، عدالت او ګډون ولاړ وي
Dec 28, 2025 09:06د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي باور څرګند کړی چې، ټول افغانان باید د خپل راتلونکي برخلیک لپاره د حکومت په ټاکلو کې حق ولري.
-
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: له افغان طالبانو سره په سعودي کې خبرې بې نتیجې وې
Dec 28, 2025 08:42د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تایید کړه چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ په عربستان کې خبرې شوې دي، خو ویې ویل چې دا مذاکرات، لکه پخوانۍ خبرې چې په قطر او ترکیه کې شوې وې، کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.
-
له نن څخه ۴۶ کاله پخوا په دې ورځ شوروي پر افغانستان یرغل وکړ
Dec 27, 2025 03:34له نن څخه ۴۶ کاله پخوا د ۱۹۷۹ د ډسمبر په ۲۷مه /۱۳۵۸ د مرغومي ۶/ د شوروي اتحاد سرو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ، د افغانستان د هماغه وخت دولتمشر حفیظ الله امین یې وواژه او ببرک کارمل یې د واک پر ګدۍ کښېناوه.
-
د ۱۱۵ شکمنو کسانو په نیولو سره په ترکیې کښې د داعش د بریدونو پلان ناکام شو
Dec 26, 2025 02:06پارس ټوډی – د ترکیې قضايي چارواکو د کرسمس او نوي میلادي کال په شپو ورځو کښې د ۱۱۵ شکمنو کسانو د نیولو او د بریدونو لپاره د داعش ترهګرې ډلې د پلان د شنډولو خبر ورکړ.
-
دوه خبرونه | د ویلینګټن او نوي ډیلي ترمنځ د آزادې سوداګرۍ تړون / افغانستان او هند د اوږدمهاله روغتیايي او تعلیمي همکارۍ په لاره کې
Dec 24, 2025 07:44پارس ټوډې - د نیوزیلنډ حکومت اعلان وکړ چې له هند سره یې د آزادې سوداګرۍ جامع تړون لاسلیک کړی دی.
-
انقرې ته نږدې د الوتکې پېښه؛ د لیبیا د پوځ د مشر په ګډون ۵ کسان وژل شوي
Dec 24, 2025 02:04د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وویل، الوتکه پرون ماښام په لس دپاسه اته بجو والوتله او په لس کم نهو بجو ئې اړیکه پرې شوه. الوتکې حیمانه سیمې ته نږدې د بیړنۍ ناستې خبر ورکړی و، خو وروسته بیا له الوتکې سره اړیکه ټینګه نه شوه. وروسته د ترکي رسنیو تایید کړه چې د الوتکې پاتې شونو (ملبې) ته لاسرسی شوی دی.
-
سور صلیب: افغانستان د نړۍ په کچه له شدید بشري بحران سره مخ دی
Dec 23, 2025 01:31د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) اعلان کړی چې افغانستان لا هم د نړۍ په کچه له شدید بشري بحران سره لاس او ګریوان دی.
-
د افغانستان د غوري سمنټو فابریکو تولید ۷۰۰ ټنه ته لوړ شوی
Dec 23, 2025 01:29د افغانستان د ملي پراختیا شرکت ويلي چې، بغلان کې د غوري سمنټو فابریکو پخوا په ورځ کې شاوخوا ۱۵۰ ټنه تولید درلوده، خو اوس ورځ کې تر ۷۰۰ ټنه تولید لري.