پاکستان: د ایران ملت او دولت به له ننګونو ووځي
پارسټوډې – د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو پر ستراتیژیک اهمیت په ټینګار سره وویل: د دې هېواد وروستي بدلونونه د اقتصادي فشارونو او بهرنیو بندیزونو پایله ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند «طاهر حسین اندرابي» د پنجشنبې په ورځ په خپلې اونیزې مطبوعاتي غونډه کې د ایران وروستیو بدلونونو او د امریکا د ولسمشر جګړهیزو څرګندونو ته په اشارې سره وویل: اسلاماباد د ایران د ملت پر مقاومت او د دې هېواد د چارواکو پر تدبیر په بشپړ باور سره دا نظر لري چې تهران به له دې پړاو څخه بریالی ووځي.
د پارسټوډې د راپور له مخې، اندرابي وویل: پاکستان د ایران اسلامي جمهوریت د نږدې ګاونډي او مهم شریک په توګه د دې هېواد وضعیت په دوامداره او دقیق ډول څاري، او زیاته یې کړه: ایران په تېرو لسیزو کې په زړورتیا سره د بهرنیو فشارونو او ګواښونو پر وړاندې درېدلی او د دې هېواد د وروستیو ورځو بدلونونه تر هر څه زیات د یو اړخیزو بندیزونو له امله د رامنځته شویو اقتصادي ننګونو ریښه لري.
د پاکستان دغه لوړپوړي ډیپلومات ټینګار وکړ چې د ایران ملت د تاریخ په اوږدو کې ثابته کړې چې له بحرانونو د تېرېدو وړتیا لري او د دې هېواد چارواکي هم په هوښیارۍ سره د وضعیت د ټینګښت لپاره هڅه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران د سولې او ثبات د دوام په اړه هیله څرګنده کړه او ویې ویل: اسلاماباد په سیمه کې د ټولو مسایلو سولهییز حل غواړي او یو باثباته او امن ایران د سیمې، په ځانګړي ډول د پاکستان، د امنیت او سوکالۍ لپاره یو مهم عامل ګڼي.
اندرابي د ایران پر ضد د امریکا د نويو تعرفوي بندیزونو او د هغو هېوادونو په اړه چې له تهران سره اقتصادي همکاري لري، وویل: پاکستان د سوداګرۍ په برخه کې نړیوالو قوانینو ته د ژمنتیا ترڅنګ، دا موضوع څېړي او د تېر په څېر به، که اړتیا وي، له واشنګټن سره د ډیپلوماتیکو لارو سلا مشورې وکړي.
اندرابي همداراز د ګاونډیو پر ضد د پاکستان د هوايي حریم د هر ډول کارونې په ردولو سره ټینګار وکړ: د اسلاماباد بنسټیزه پالیسي دا ده چې د پاکستان خاوره او اسمان د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د پوځي اقدام لپاره ونه کارول شي، او دا اصل به د ایران په اړه هم په بشپړ ډول مراعات شي.