د ترکیې خلکو د ایران په ملاتړې کښې ستره غونډه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i169694-د_ترکیې_خلکو_د_ایران_په_ملاتړې_کښې_ستره_غونډه_وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ترکیې خلکو په خپل هیواد کښې د پیوستون د نړیوالې ټولنې په غوښتنې سره پرون په استانبول ښار کښې د ایران په ملاتړ کښې یوه غونډه وکړه.
(last modified 2026-01-19T02:40:27+00:00 )
Jan 19, 2026 03:51 Asia/Kabul
  • د ترکیې خلکو د ایران په ملاتړې کښې ستره غونډه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ترکیې خلکو په خپل هیواد کښې د پیوستون د نړیوالې ټولنې په غوښتنې سره پرون په استانبول ښار کښې د ایران په ملاتړ کښې یوه غونډه وکړه.

د امریکا او د صهیونیسټ رژيم د ګواښونو په وړاندې له ایران څخه په ملاتړ کښې د ترکیې د خلکو غونډه پرون په استانبول ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کنسولګرۍ مخ ته وشوه.

د امریکا او د صهیونیسټ رژيم حکومتي چارواکو په ایران کښې د بلواګرو کسانو او د هغوې د اقداماتو په ښکاره ملاتړ کولو اعتراف کړی دی او د ایران د باندنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي دي چې د امریکا او د اسرائیلو ښکاره لاسوهنې د یوه حقیقت په توګه اثبات شوي دي.

د ایران چارواکو د ګڼ شمیر ترهګرو عناصرو له نیولو وروسته ویلي د امریکا او د صهیونیسټ رژيم له عواملو سره د دغو نیول شویو  ترهګرو عناصرو د ارتباط په هکله ثبوتونه او مدارک شته چې وروسته به خلکو ته وروښودل شي.