-
د ملګرو ملتونو د اهدافو د پیاوړتیا په غونډه کې د ایران د ولسمشر وینا ته کتنه
Sep 24, 2024 14:11د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ملګرو ملتونو د اهدافو د پیاوړتیا په غونډه کې د راتلونکي تړون په هکله د ایران د نظر څرګندونه وکړه.
-
په لبنان کې د ایران سفارت په بیروت کې د صهیونیسټي رژیم برید وغانده
Sep 21, 2024 02:23په لبنان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت پرون (جمعه) د بیروت په سویل په ضاحیه سیمه کې د صهیونیسټي رژیم هوایي برید وغانده.
-
د کومو هېوادونو برېښنایي توکي کولای شي د نورو ټولنو د مصرف کوونکو پروړاندې پوځي وسله وي؟
Sep 21, 2024 02:20پارس ټوډې - د پوهنتون یو استاد او د ایکس ټولنیزې شبکې فعال، په لبنان کې د پیجرونو د چاودنې په غبرګون کې لیکلي: "د لوېدیځ شرکتونو محصولات کولای شي ستاسو، ستاسو د کورنیو او ستاسو شاوخوا خلکو لپاره د وسلې په توګه وکارول شي."
-
د اسلام د ګران پیغمبر او د امام جعفر صادق(ع) د نېکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ
Sep 21, 2024 01:54نن شنبه د ۱۴۴۶هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۱۷مه نېټه چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د سپټمبر له ۲۱مې سره برابره ده، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) او د نړۍ د اهل تشیع د شپږم امام حضرت امام جعفر صادق(ع) له نېکمرغه برکت ناکې زوکړې سره سمون خوري.
-
د څه باندې درې زره محکومانو د مجازاتو د بخښنې یا کمولو او تبدیلولو سره د انقلاب د معظم رهبر موافقت
Sep 20, 2024 14:08د حضرت خاتم النبیین محمد مصطفی(ص) او حضرت امام صادق (ع) د میلاد د کلیزې په مناسبت، د اسلامي انقلاب معظم رهبر د څه باندې درې زره محکومانو د مجازاتو د بخښنې یا کمولو او تبدیلولو په تړاو د ایران د قضائیه قوې د مشر له غوښتنې سره موافقه وکړه.
-
د ایران او پاکستان ترمنځ د ملګرتیاوو پر پراختیا ټینګار
Sep 20, 2024 14:00د پاکستان د هوايي ځواک قومندان، په اسلام آباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر سره په کتنه کې، له ایران سره د دوه اړخیزو ملګرتیاوو د پراختیا لپاره د پاکستان پر چمتووالي ټینګار وکړ.
-
که د شریعت له مخې موسیقي حرامه وي، اورېدل یې هم حرام دي
Sep 20, 2024 13:54د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر استازي "حسن کاظمي قمي" هم د ایران د اسلامي جمهوریت ملي سرود ته د سپکاوي په اړه د اسلامي وحدت په کنفرانس کې د افغانستان د استازي له غیر معمول او نه منلو وړ اقدام ته په غبرګون کې، دا ډیپلوماتیکو اصولو ته د درناوي نشتوالی بللی او په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي: که د شریعت له اړخه موسیقي حرامه وي، اورېدل یې هم حرام دي.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سفارت سرپرست احضار کړ
Sep 20, 2024 13:49د ایران د اسلامي جمهوریت ملي سرود ته د سپکاوي په اړه د اسلامي وحدت په کنفرانس کې د افغانستان د استازي له غیر معمول او نه منلو وړ اقدام وروسته، د افغانستان د سفارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو.
-
ایران او ونزویلا د اقتصادي ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ
Sep 20, 2024 03:52د ایران دفاع وزیر او د ونزویلا د ټرانسپورټ وزیر د دواړو هیوادونو د اقتصادي ملګرتیاؤ په پراختیا او ژورتیا ټینګار وکړ.
-
په لبنان کښې ترهګر اقدامات او چاودنې له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوې دي
Sep 19, 2024 11:34د لبنان د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بوحبیب ویلي، موږ اندېښمن یو چې په لبنان کې د صهیونیسټي رژيم پرلپسې ترهګریز بریدونه، د جنګ د پیل لپاره یوه سریزه وي.