د ایران او پاکستان ترمنځ د ملګرتیاوو پر پراختیا ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i152526-د_ایران_او_پاکستان_ترمنځ_د_ملګرتیاوو_پر_پراختیا_ټینګار
د پاکستان د هوايي ځواک قومندان، په اسلام آباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر سره په کتنه کې، له ایران سره د دوه اړخیزو ملګرتیاوو د پراختیا لپاره د پاکستان پر چمتووالي ټینګار وکړ.
(last modified 2024-09-20T09:38:12+00:00 )
Sep 20, 2024 14:00 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان ترمنځ د ملګرتیاوو پر پراختیا ټینګار

د پاکستان د هوايي ځواک قومندان، په اسلام آباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر سره په کتنه کې، له ایران سره د دوه اړخیزو ملګرتیاوو د پراختیا لپاره د پاکستان پر چمتووالي ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې؛ په اسلام آباد کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم او د پاکستان د هوايي ځواک قومندان جنرال ظهیر احمد بابر، د دوه اړخیزو ګټو او سیمه ایزو بدلونونو په اړه د نظر تبادله کړې او په ښوونیز ډګر کې د دواړو هېوادونو د هوايي ځواکونو ترمنځ یې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

امیري مقدم په دغه کتنه کې، د ایران او پاکستان د دوه اړخیزو پوځي اړیکو په لا پراختیا او په تېره بیا د ښوونې او روزنې او فضايي همکاریو په برخو کې پر خپل ژمنې باندې د ټینګار ترڅنګ، په راتلونکي پړاو کې د"سپر انډیز - 2024" نړیوال تمرین لپاره  د ایران د اسلامي جمهوریت لیوالتیا څرګنده کړه.

په دې کتنه کې په اسلام آباد کې د ايران سفير همدارنګه جنرال ظهير احمد بابر ته د "ايران هوايي شو" نندارتون کې د پاکستان د هوايي ځواک بلنه ته وړاندې کړه چې د پاکستان له لوري يې تود هرکلى وشو.

د پاکستان د هوايي ځواکونو د عامه اړیکو دفتر هم په یوې بیانیې کې ټینګار وکړ چې د دغه هېواد د هوايي ځواک د قومندان او په اسلام آباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر کتنه، د یوې سوله ایزې او باثباته سیمې د رامنځته کولو لپاره  د دواړو هېوادونو د ژورې ملګرتیا او نه بدلېدونکې ژمنې ښودنه کوي.