-
له ایران سره د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا په لټه کې یو
Jun 21, 2023 02:32د قطر امیر د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې په سیمه کې د ایران ځانګړي مقام ته په اشارې سره وویل: له ایران سره د هراړخیزو اړیکو پراختیا په لټه کې یو.
-
دښمن غوښتل چې په ترکیبي جګړې سره د ایران د پرمختګ مخه ونیسي
Jun 21, 2023 02:09د ایران ولسمشر په دې هېواد کې وروستیو ناکراریو ته په اشارې سره وویل: دښمنانو غوښتل چې په ترکیبي جنګ سره د دغه هېواد د پرمختګ مخه ونیسي، خو خلکو پریکړه وکړه چې اجازه ونه کړي د پرمختګ مخه ونیسي.
-
د انقلاب له معظم رهبر سره د حرم د مدافع شهیدانو د کورنیو لیدنه
Jun 21, 2023 01:39د حرم د مدافع شهیدانو د کورنیو یوه ډله چې پرون (سه شنبه) د ذې الحجې له لومړۍ نېټې سره چې د حضرت علي (ع) او حضرت زهرا (س) د واده له کلیزې سره برابره وه، امام خمیني (ره) په حسینیه کې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود مېلمانه وو.
-
له هلمند څخه د ایران د اوبو قانوني حق تراوسه نه دی ورکړل شوی
Jun 20, 2023 08:54د ایران د انرژۍ وزیر وویل: تر اوسه پورې د هلمند د تړون پر اساس د ایران د اوبو قانوني حق د افغانستان له لوري نه دی ورکړل شوی.
-
لوېدیځ ته غیر قانوني کډوالي د امریکا او اروپا د غلطو سیاستونو له امله ده
Jun 20, 2023 11:15د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د مدیترانې په اوبو کې د سلګونو کډوالو د یوې کشتۍ د ډوبېدو په غبرګون کې ټینګار وکړ، لوېدیځ ته د غیر قانوني کډوالۍ رېښه د امریکا او اروپا په غلطو سیاستونو کې ده.
-
صهیونیسټي رژیم د ایران او عربستان د ملګرتیا له پراختیا ناخوښ دی
Jun 18, 2023 02:03د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې له اسلامي هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا هیڅ خنډ نه لرو، زیاته کړه: یوازې د مسلمانانو دښمنانو او په سر کښې یې صهیونیسټي رژيم د ایران او عربستان د دوه اړخیزو او سیمه ایزو ملګرتیاؤ له پراختیا خفه دي.
-
الوطن: ایران کښې د عربستان سفارت له لوې اختر نه پس پرانستل کیږي
Jun 18, 2023 04:09د عربستان چاپ الوطن ورځپاڼې بیګا خبر ورکړی چې په تهران کښې د عربستان سفارت به له لوې اختر نه پس خپل کار پیل کړي.
-
پاکستان د ایران په بهرني سیاست کښې ځانګړی مقام لري
Jun 18, 2023 01:21د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پاکستان د تهیران د ګاونډیتوب د سیاست یوه مهمه کړۍ وبلله او ویې ویل: د ایران د اسلامي جمهوریت په بهرني سیاست کښې د پاکستان مقام، ځانګړی دی.
-
فیصل بن فرحان سبا تهران ته راځي
Jun 16, 2023 03:54د سعودي عربستان خارجه وزیر د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د صلاح مشورو په موخه سبا تهران ته راروان دی.
-
ونزویلا ته د ولسمشر رئیسي سفر
Jun 12, 2023 04:03د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي له دوستو هېوادونو سره د اړیکو د ښه کولو په موخه، د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ونزویلا پلازمېنې کاراکاس ته ولاړ.