د حسیني عاشورا په مناسبت زموږ تسلیت او تعزیت ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136302
نن (جمعه) د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې لسمه (د ۲۰۲۳م کال د جولای ۲۸مه) د حسیني عاشورا ورځ ده.
(last modified 2023-07-28T02:57:05+00:00 )
Jul 28, 2023 07:24 Asia/Kabul
  • د حسیني عاشورا په مناسبت زموږ تسلیت او تعزیت ومنئ
    د حسیني عاشورا په مناسبت زموږ تسلیت او تعزیت ومنئ

نن (جمعه) د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې لسمه (د ۲۰۲۳م کال د جولای ۲۸مه) د حسیني عاشورا ورځ ده.

د محرم لسمه د اهل تشیع د درېیم امام، حضرت امام حسین (ع) د شهادت له کلیزې سره سمون لري، چې د ۶۱ هجري قمري کال د محرم د میاشتې په لسمه نېټه د ۵۷ کلونو په عمر په کربلا کې شهید شو.

حضرت امام حسین (ع) د کربلا د پېښې په تړاو او له مکې څخه کربلا ته په لاره کې د خپل شهادت تر وخته پورې په صراحت سره وفرمایل: زما د پاڅون موخه؛ د یزید د اسلام ضد حکومت رسوا کول او امر بالمعروف او نهي عن المنکر او د ظلم او استبداد پر وړاندې درېدل دي او د قرآن له ملاتړ او د خالص محمدي اسلام دین له ژوندي ساتلو پرته، بله کومه موخه نشته.

دا هغه دنده وه چې خدای تعالی حضرت  امام حسین (ع) ته سپارلې وه او د همدې ماموریت د ترسره کولو لپاره، د عاشورا په ورځ د ماسپښین لمانځه له ادا کولو وروسته، له خپلو وفادارو ملګرو سره، د یزیدیانو له خوا په شهادت ورسېدل.

د اسلامي ایران خدای غوښتونکي او مؤمن خلک د محرم په شپو او ورځو په تېره بیا د تاسوعا او حسیني عاشورا په شپو او ورځو کې، په تکیه خونو او جوماتونو کې په حاضرېدو سره ماتم کوي.

د حضرت امام حسین (ع) او حضرت ابوالفضل العباس (ع) د مقام او شخصیت په اړه د نوحې لوستل، د سینې او زنځیرونو وهل او ویناوې، د قمر بني هاشم او د شهيدانو د سرور او سردار، حضرت امام حسين (ع) د شهادت د ورځو او شپو په مناسبت، د اسلامي ایران د مؤمنو او حسیني خلکو له مهمو پروګرامونو څخه دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت راډیو او ټلویزیون د امام حسین (ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو، په تېره بیا د نړۍ اهل تشیع او نورو آزادي غوښتونکو ته د  تسلیت  او تعزیت مراتب وړاندې کوي.