په کربلا کې د بهرنیو زیارت کوونکو شمېر زیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i136260
په کربلا کې د زیارت کوونکو او بهرني ماتم کوونکو پراخ شتون خپل اوج ته ورسېد.
(last modified 2023-10-10T13:25:45+00:00 )
Jul 27, 2023 07:19 Asia/Kabul
  • په کربلا کې د بهرنیو زیارت کوونکو شمېر زیات شوی

په کربلا کې د زیارت کوونکو او بهرني ماتم کوونکو پراخ شتون خپل اوج ته ورسېد.

له بغداد څخه زموږ د خبریال د راپور له مخې، هغه څه چې سږ کال کربلا ته د پام وړ ګرځېدلي د بهرنیو زیارت کوونکو د شمېر زیاتوالی دی چې د تېرو کلونو په پرتله زیات شوی دی.

په دې راپور کې ویل شوي، د کربلا زیارت کوونکو په ځانګړې توګه ایرانیانو ته د عراقیانو له تود هرکلي څخه څرګندېږي چې دوی د اربعین د زیارت کوونکو د هرکلي لپاره پلانونه پیل کړي دي.

له دې سره سم، بغداد هم د اربعین د مرکز د لومړۍ ګډې غونډې د ترسره کېدو شاهد وو چې پکې د کورنیو چارو د وزارت له مرستیال سربېره، د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او د عراق د اربعین د لسو کمپونو چارواکو هم شتون درلود.