-
عراقچي: افغانستان او پاکستان دې اختلافات د خبرو له لارې حل کړي
Feb 27, 2026 07:49د ایران د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي او زیاته کړې یې ده، دوی چمتو دي څو د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او همکاریو پیاوړتیا برخو کې اسانتیا رامنځته کړي.
-
ملګري ملتونه: تېر کال نږدې ۸ زرو کسانو د کډوالۍ پر لارو ژوند بایللی
Feb 27, 2026 07:35ملګرو ملتونو ویلي چې پروسږکال نږدې ۸ زرو کسانو د کډوالو پر لارو لکه مدیترانې سمندر کې مړه یا ورک شوي چې ښايي د قربانیانو واقعي شمېر خورا پورته وي، ځکه چې د بودیجې کموالی د بشري مرستو او د کډوالو د مړینو د ثبت او تعقیب امکانات محدود کړي دي.
-
ایران د ادراکي علومو په برخه کې د نړۍ د ۲۰ غوره هېوادونو په ډله کې
Feb 26, 2026 07:59پارس ټوډې - ایران د ملاتړ کوونکو پالیسیو او د اکاډمیکو همکاریو د پراختیا پر بنسټ، د ادراکي علومو په علمي تولید کې د نړۍ د ۲۰ غوره هېوادونو په ډله کې ځای لري.
-
د ایران د برېښناکوټونو ظرفیت ۱۰۰ زره میګاواټو ته نږدې شوی
Feb 26, 2026 07:57پارس ټوډې - د ایران د انرژۍ وزیر په تېر کال کې د دې هېواد د برېښنا تولید په ظرفیت کې د ۸۰۰۰ میګاواټو ریکارډ زیاتوالي خبر ورکړ.
-
ستوري په لمن کې (۲۱) په چین کې د حافظ شېرازي د شناخت په تړاو ځانګړی پروګرام
Feb 25, 2026 06:54د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو، ستوري په لمن کې تر عنوان لاندې له (۲۱م) مطلب سره چې د فارسي ژبې د مشهور شاعر حافظ شېرازي د ژوند په تړاو دی، ستاسو په خدمت کې یو. په دې پروګرام کې غواړو په چین کې د حافظ شېرازي د شناخت په تړاو ستاسو سره معلومات شریک کړو. هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
د پاکستان او قطر مشران د سیمهییزو کړکېچونو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ غوښتونکي شول
Feb 25, 2026 02:35د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر د عامه اړیکو له مخې، شهباز شریف قطر ته د رسمي سفر پر مهال چې ددغه هیواد پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر هم ورسره ملګری دی ، د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره وکتل.
-
د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمیسیون مشر: د ګواښونو او باج اخیستو دوره پایته رسېدلې ده
Feb 24, 2026 02:55پارس ټوډې - د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست کمیسیون مشر، د خپلو ملي ګټو د دفاع لپاره د ایران پر هر اړخیز چمتووالي په ټینګار سره، امریکایانو ته یې سپارښتنه وکړه چې د خپل عزت د ساتلو لپاره د خبرو اترو له فرصت څخه ګټه پورته کړي.
-
جنرال شریف: د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې یوه نړیواله بیداري را منځته شوې ده
Feb 24, 2026 02:44پارس ټوډې - په ایران کې د قدس نړیوالې ورځې د مرکزي دفتر مشر وویل: په غزه کې د لسګونو زرو بې ګناه خلکو وژنې، د نړۍ عامه افکار راویښ کړي دي، او نن ورځ، تر بل هر وخت ډېر، ملتونو د صهیونیسټي رژیم اصلي ماهیت درک کړی دی.
-
نوري المالکي: د عراق د لومړي وزیر د څوکۍ لپاره له خپلې نوماندۍ به لاس وانخلم
Feb 24, 2026 02:38پارس ټوډې - نوري المالکي د خپلې استعفا په اړه د اوازو په ردولو سره، ټینګار وکړ چې هغه به د امریکا د فشار لاندې د عراق د لومړي وزیر د څوکۍ لپاره له خپلې نوماندۍ څخه لاس وانخلي.
-
پر ننګرهار د پاکستان د بریدونو له امله ۸ زدهکوونکي هم شهیدان شوي
Feb 23, 2026 12:03د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په «ګردي کڅ» سیمه کې د پاکستان له لوري په شوي بمبار کې چې ۱۷ کسان پکې شهیدان او ۵ ټپیان شوي وو، د څلورو جسدونه لا هم نادرکه دي او د ژغورنې عملیات پایته رسېدلي.