د ایران د برېښناکوټونو ظرفیت ۱۰۰ زره میګاواټو ته نږدې شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171138-د_ایران_د_برېښناکوټونو_ظرفیت_۱۰۰_زره_میګاواټو_ته_نږدې_شوی
پارس ټوډې - د ایران د انرژۍ وزیر په تېر کال کې د دې هېواد د برېښنا تولید په ظرفیت کې د ۸۰۰۰ میګاواټو ریکارډ زیاتوالي خبر ورکړ.
(last modified 2026-02-26T06:59:04+00:00 )
Feb 26, 2026 11:27 Asia/Kabul
  • د ایران د برېښناکوټونو ظرفیت ۱۰۰ زره میګاواټو ته نږدې شوی

پارس ټوډې - د ایران د انرژۍ وزیر په تېر کال کې د دې هېواد د برېښنا تولید په ظرفیت کې د ۸۰۰۰ میګاواټو ریکارډ زیاتوالي خبر ورکړ.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي آبادي د سې شنبې په ورځ په اصفهان ولایت کې د برېښنا د صنعت د پروژو د اجرایوي عملیاتو د پیل مراسمو په څنډه کې اعلان وکړ: د ایران د برېښناکوټونو ظرفیت به ډېر ژر له ۱۰۰ زره میګاواټو څخه تېر شي.

هغه د انرژۍ د زیربناوو پر دوامداره پراختیا په ټینګار سره زیاته کړه: "په راتلونکو پرانیستو سره، د ایران د بریښنا شبکه به تر هغه ځایه پیاوړې شي چې دا به په سیمه کې ترټولو لویه شبکه شي."

د ایران د انرژۍ وزیر د سړو موسمونو په جریان کې د مصرف مدیریت ته په اشارې سره وویل: "منی او ژمی له کوم پلان شوي بندښت پرته تېر شو."

علي آبادي په دوبي کې د شاوخوا ۷۰۰۰ میګاواټه نوي بریښناکوټونو ظرفیت اضافه کولو خبر ورکړ او ویې ویل: "که چېرې د پیرودونکو همکاري دوام ومومي، نو دا به هم ممکنه وي چې سیمه ایزو هېوادونو ته د بریښنا صادرات زیات شي."