-
روحانی: اسلامی انقلاب د سیمې او نړۍ د ملتونو په تاریخ کښې یوه بې مثاله واقعه وه
Feb 04, 2018 09:53د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د سباؤن د لسیزې د ایام الله او د اسلامی انقلاب د کامیابۍ د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ په وړاندې کولو سره وویل: د ایران د اسلامی انقلاب موضوع یوه ډېره مهمه او شاید د سیمې او نړۍ د ملتونو په تاریخ کښې بې مثاله موضوع ده.
-
د اسلامی نړۍ په وحدت او یووالی د تهران د جُمعې د خطیب تاکید
Jan 19, 2018 11:13د تهران د جُمعې د نمانځه خطیب وویل: اسلامی هېوادونه پکار دی د امریکې او صهیونېسټ رژیم د اسلام ضدو دسیسو په وړاندې په وحدت او یووالی سره ټینګ اودریږی.
-
روحانی: صهیونېسټان په لبنان کښې له اختلاف او تفرقې څخه ګټه اوچتوی
Jan 17, 2018 13:49د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر دې ته په اشارې سره چې د لبنان حکومت او ملت په ښه توګه وکړې شول د دښمانو له تفرقه اچونکې دسیسې څخه تېر شی وویل: صهیونېسټان په لبنان کښې له اختلاف او تفرقې څخه ګټه اوچتوی.
-
د تهران د دویم امنیتی کانفرنس وورستۍ بیانیه/ له سیمې نه د وراخوا قوتونو مداخلتونه د سیمې د ناامنۍ او بې ثباتۍ عامل
Jan 09, 2018 01:07د تهران په دویم امنیتی کانفرنس کښې ګډون کونکو تاکید وکړ: له سیمې د وراخوا قوتونو سیاستونو او مداخلتونو نه یوازې د امنیت له ټینګښت سره مرسته نه ده کړې بلکه په سیمه کښې د ناامنۍ او بې ثباتۍ سبب شوی دی.
-
د فلسطین په اړه د اسلامی انقلاب د معظم رهبر له پالېسۍ څخه په تهران کښې د فلسطین د سفیر قدرونه
Dec 31, 2017 12:12په تهران کښې د فلسطین سفیر د فلسطین او فلسطینیانو په اړه د اسلامی انقلاب د پالېسۍ او نظریاتو قدرونه وکړه.
-
سید حسن خمینی د مسلمانانو ترمېنځ د عقلانیت د ستنېدو په اړه امید څرګند کړ
Dec 04, 2017 17:55د امام خمینی (رح) حرم متولی د مسلمانانو ترمېنځ د عقلانیت د ستنېدو د رګونو د شتون په مشاهده کولو باندې په تاکید سره وویل: په عراق او سوریې کښې د تکفیریانو په مقابل کښې کامیابۍ د عقلانیت تفکر ته د ستنېدو زېرے ورکوی.
-
د تهران او ریاض ترمېنځ د عراق د کورنیو چارو د وزیر د مېنځګړیتوب د خبر په اړه د قاسمی ردعمل
Aug 16, 2017 07:15د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دې په بیانولو سره چې تهران د تعلقاتو د ښه کولو لپاره د ریاض د ګروهنې هیڅ واضحه نښته نه ده ترلاسه کړې وویل: ایران له هر ډول مېنځګړیتوبه هرکلے کوی.
-
د پوټین او روحانی سلامشورې؛ د سیمه ایزو مشکلاتو د هواری په لار کښې په ملګرتیا تاکید
Aug 15, 2017 08:19د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د ګل په ورځ یعنې د اګست په څوارلسمه نېټه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره په ټیلفونی خبرو اترو کښې د یمن، عراق او سوریې په شمول په زیاترو هېوادونو کښې د ګډو سیمه ایزو حالاتو د هواری لپاره د ایران او روسیې د سلا مشورو او غږملتیاو زیاتول ضروری وبلل.
-
د روحانی د سوګند په مراسمو کښې د ګډون لپاره تهران ته د بهرنیو پلاو راتګ دوام لری
Aug 04, 2017 09:13د مولداويه، برطانيې، پرتګال، سېرالئون، سائوتمه، پرنسيپ، هنګري، سورينام، ګينه او لېتوانيه، زمبباوے، غنا، لېسوتو، کمبوډيا هېوادونو او د لبنان د حزب ا... او د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ استازي د ايران د ولسمشر د سوګند په دولسمو مراسمو کښې د ګډون لپاره تهران ته رارسېدلي دي.
-
په تهران کښې له ظریف سره د زېمبابوې د بهرنیو چارو د وزیر کتنه
Aug 04, 2017 13:13د ایران او زېمبابوې د بهرنیو چارو وزیرانو نن په تهران کښې د دوو اړخیزو تعلقاتو چلند وڅېړۀ او سیمه ایزو حالاتو او د ګډ کمېشن د ناستې په اړه یې خبرې اترې وکړې.