روحانی: صهیونېسټان په لبنان کښې له اختلاف او تفرقې څخه ګټه اوچتوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i63627-روحانی_صهیونېسټان_په_لبنان_کښې_له_اختلاف_او_تفرقې_څخه_ګټه_اوچتوی
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر دې ته په اشارې سره چې د لبنان حکومت او ملت په ښه توګه وکړې شول د دښمانو له تفرقه اچونکې دسیسې څخه تېر شی وویل: صهیونېسټان په لبنان کښې له اختلاف او تفرقې څخه ګټه اوچتوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 17, 2018 13:49 Asia/Kabul
  • روحانی: صهیونېسټان په لبنان کښې له اختلاف او تفرقې څخه ګټه اوچتوی

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر دې ته په اشارې سره چې د لبنان حکومت او ملت په ښه توګه وکړې شول د دښمانو له تفرقه اچونکې دسیسې څخه تېر شی وویل: صهیونېسټان په لبنان کښې له اختلاف او تفرقې څخه ګټه اوچتوی.

ډاکټر حسن روحانی نن په تهران کښې د لبنان د پارلېمان د مشر نبیه بری په کتنه کښې د دې په بیانولو سره چې په وروستیو میاشتو کښې د سیمې د ځینو حکومتونو ماهیت په ښه ډول په ډاګه شوے دے، امید څرګند کړ چې د سیمې ټول هېوادونه به د پیاوړتیا، ثبات، امنیت او  اتحاد په لړ کښې د خپلو توانمنیو په استعمالولو سره اجازه ورنکړی چې بهرنی قوتونه په تېره بیا صهیونېسټ رژیم او امریکه په سیمه کښې په تفرقه اچولو او دښمنی پېدا کولو کښې کامیاب شی.

روحانی همدارنګ د تهران او بېروت سیمه ایز او نړیوال اقتصادی، تجاری او سیاسی تعلقاتو پراختیا ضروری وبلله او واضحه یې کړه: د ایران حکومت او ملت تل د صهیونېسټ رژیم د تیری په وړاندې د مقاومت په لاره کښې د لبنان د حکومت او ملت ترڅنګه ؤ دے او وی به.

نبیه بری هم په دې کتنه کښې د لبنان د کورنیو حالاتو په بیانولو سره له ایران څخه د صهیونېسټ رژیم په وړاندې د لبنان د ملت او حزب ا... له مقاومت او پاڅون څخه د ملاتړ په وجه قدرونه وکړه.

نبیه بری همدارنګ د قدس شریف په اړه د امریکې د حکومت دریځ د سیمې لپاره بحران رابرسېره کونکے وبلۀ.

د لبنان د پارلېمان مشر د اسلامی تعاون د تنظیم د غړیو هېوادونو د پارلېمانونو په دیارلسم کانفرنس کښې د ګډون لپاره تهران ته راغلے دے.