-
په تهران کښې د اکو موسسې غونډه؛ د نویو اقتصادي فرصتونو، ثبات او د اعتماد نښه
Oct 28, 2025 10:47پارس ټوډی- د اقتصادي ملګرتیا موسسې اکو د غړیو هیوادونو د وزیرانو څلورمه غونډه د غړیو هیوادونو د کورنیو چارو د وزیرانو او د مرستیالانو په ګډون سره په تهران کښې وشوه.
-
پزشکیان: ایران او عمان په سیمهییزو لوړو او ژورو کې د یوه بل ملګري دي
Oct 28, 2025 09:39پارس ټوډې - د ایران ولسمشر د دې هېواد او عمان د اړیکو پر اوږدې مخینې په ټینګار سره وویل: دواړو خواوو ترمنځ اړیکې او تعاملات تل پر ورورۍ، متقابل احترام او ښه نیت ولاړې دي او دوه هېوادونه په سیمهییزو لوړو او ژورو کې تل د یوه بل ملګري او مرستندویه وو.
-
ايران د الوتنې د امنيت سافټوېرونو پراختيا برخه کې د نړۍ په پنځو غوره هېوادونو کې
Oct 28, 2025 08:15پارس ټوډې - په نړيوال مالکيت فکري سازمان کې د الوتنې د امنيت دوو ځانګړو سافټوېرونو په راجسترولو سره، ايران د هوايي چلند سمارټ ټکنالوژيو پراختيا برخه کې د نړۍ په پنځو مخکښو هېوادونو کې راغی.
-
ايراني کلتور او هنر؛ د روسیې بازار ته د ايران د جامو د صادراتو رسېدل
Oct 28, 2025 07:57پارس ټوډې - د روسيې د صادراتو او وارداتو په ټولنه کې د ايران کمېټې رئيس ټينګار وکړ چې د ايران عصري جامې په دوديزو عناصرو سره، د روسيې فېشن بازار کې د لوکس توکو په توګه د بدلېدو وړتيا لري.
-
ایران د نړۍ د پوځيانو د نیزې او غشي ویشتلو لوبو سيالۍ اتل شو
Oct 28, 2025 07:42پارس ټوډې - د ايران د اسلامي جمهوريت د پوځ لوبډله د ۷ د سرو زرو مډالونو په ګټلو سره، د نړۍ د پوځيانو د نیزې او غشي ویشتلو اتلولۍ سيالۍ اتل شوه.
-
د روسیې سفیر: د تهران او مسکو همکاري دوام لري؛ بندیزونه د ګډو پروژو پراختیا مخه نه نیسي
Oct 27, 2025 11:34پارس ټوډې - په ایران کې د روسیې سفیر ټینګار وکړ چې سره له دې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو ګواښ شته، هېواد یې له ایران سره خپلې همکارۍ ته د ټولو ګډو پلانونو د ترسره کولو لپاره دوام ورکوي.
-
د لوېدیځ جنایتونو ته کتنه | په لائوس کې د امریکا جنایتونه
Oct 27, 2025 11:20پارس ټوډې - لائوس یو کوچنی او په وچه کې محاصره شوی هېواد چې د اسیا په سویل ختیځ کې دی، په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو کې د امریکا د تر ټولو پټو او وینو تویوونکو پوځي عملیاتو ډګر شو.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال: د اټومي انرژۍ نړیواله اداره باید سیاسي وسیله نشي
Oct 27, 2025 08:31پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټینګار وکړ چې ځینې هېوادونه د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې څخه د سیاسي موخو لپاره کار اخلي او دا اداره باید بېپرې، عادلانه او منصفانه عمل وکړي.
-
د ایران او عربستان همکاري پر لوېدیځې اسیا څه اغېزې لري؟
Oct 26, 2025 13:22پارس ټوډې - د "میډل ایسټ مانیټور" تحلیلي ویبپاڼې په یوه راپور کې لیکلي: ایران او عربستان کولای شي د ګډ اقتصادي او امنیتي چاپېریال په جوړولو سره، نه یوازې خپلې ګټې زیاتې کړي، بلکې په لوېدیځه اسیا کې ثبات او سوله پیاوړې کړي.
-
عطوان: د اسرائیلو درېیمه ماتې په لبنان کې پر لاره ده
Oct 26, 2025 13:11پارس ټوډې - د عربي نړۍ نوموتي شنونکي په یوه یادښت کې د پنځو لویو نښو شتون ته اشاره کوي چې د امریکا په ملاتړ سره د صهیونیسټي رژیم له لورې د لبنان پر ضد د پراخ برید پیلولو لپاره د چمتووالي ښکارندويي کوي. هغه باور لري چې د تل ابیب لپاره به د دې اقدام بیه د ۲۰۰۶ کال جګړې له ماتې څخه ډېره درنه وي او په مقابل کې، حزبالله هم د ځوابونو او پرمختللو وسلو په چمتو کولو کې دی چې ممکن د سیمې معادله بدله کړي.