اوراسیا ته د ایران د صادراتو ۱۶ سلنه زیاتوالی
Dec 27, 2025 06:11 Asia/Kabul
پارسټوډې – د اوراسیا اقتصادي اتحادیې سره د ایران د اسلامي جمهوریت د آزادې سوداګرۍ د موافقې د دارالانشاء سرپرستې، د دې اتحادیې هېوادونو ته د ایران د صادراتو د ۱۶ سلنه زیاتوالي خبر ورکړ.
د پارسټوډې د راپور له مخې، الهام حاجيکریمي وویل: د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې اوراسیا سیمې ته د ایران صادرات د ۱۶ سلنه ودې سره یو میلیارد او ۲۶۱ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
هغې زیاته کړه: په دې موده کې د اوراسیا اقتصادي اتحادیې له هېوادونو څخه تر ټولو زیات د صادراتو وده بلاروس ته په ۵۰ سلنه او ارمنستان ته په ۳۵ سلنه ثبت شوې ده.
ټیګونه