فرانسوي شنونکی: امریکا سردار قاسم سلیماني په بزدلانه توګه شهید کړ
پارسټوډې – یوه فرانسوي شنونکي د امریکا له خوا د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قومندان سردار سلیماني په شهادت رسول، د نړیوالو حقونو ښکاره سرغړونه وبلله.
د پارسټوډې د راپور له مخې، آرنو دوویل (Arnaud Develay) چې نړیوال وکیل او فرانسوي سیاسي شنونکی دی، د متحده ایالاتو دا عمل د نړیوالو حقونو ښکاره سرغړونه وګڼله او ټینګار یې وکړ چې امریکا د نړیوالو کنوانسیونونو په پام کې نه نیولو سره، په بزدلانه توګه سپه سالار قاسم سلیماني شهید کړ. هغه وویل: «په حقیقت کې سردار سلیماني د اسلامي انقلاب رهبر آیت ال... خامنهیي ته ډېر نژدې وو او امریکا پرته له دې چې نړیوالو کنوانسیونونو ته پام وکړي، د هغه د ترور پرېکړه وکړه.»
هغه د امریکا له خوا له برجام څخه یو اړخیزه وتلو او پر ایران د بندیزونو لګولو یادونه وکړه او زیاته یې کړه: «مهم ټکی دا دی چې امریکا په عامه افکارو کې د یوه سرکشه او بې پروا حکومت په توګه پېژندل کېږي، چې ټولو نړیوالو کنوانسیونونو ته پام نه کوي.»
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قومندان شهید سپهبد حاج قاسم سلیماني، په داسې حال کې چې د عراقي چارواکو په رسمي بلنه دې هېواد ته سفر کړی وو، د عراق د ولسي بسیج (حشد الشعبي) د مرستیال مشر ابو مهدي المهندس او اته نورو کسانو سره یو ځای، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په درېیمه، د عراق د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکايي یرغلګرو ځواکونو په هوايي برید کې په شهادت ورسېد.