-
هلمند کې ترافیکي پېښې له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
Feb 22, 2024 11:23د افغانستان هلمند ولایت کې سیمه ییز مسؤلین وایي، د کندهار ـ هلمند پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه میرمنې مړې او لس تنه نور ټپیان شوي دي.
-
کرزي یو ځل بیا د نجونو پر مخ د زده کړو د دروازو د پرانیستلو غوښتنه وکړه
Jan 14, 2024 02:03د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې روزا اتونبایووا او د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د غونډې پرمهال ټینګار شوی، چې په افغانستان کې دې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.
-
حامدکرزی د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک هرکلی کړی
Jan 02, 2024 09:13پخواني جمهور ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه پرېکړه لیک هرکلی کړی، چې د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ته درناوي پکې شامل او د یوه سوله ایز، باثباته او پرمختللي افغانستان غوښتنه پکې شوې ده.
-
د تل پاتې سولې لپاره ملي تفاهم اړین دی
Dec 22, 2023 09:14د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ملي تفاهم اړین بللی.
-
افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي خبرې اړینې دي
Oct 22, 2023 01:03د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټيکاو ټینګښت یوازینۍ لار، ملي تفاهم بللی دی.
-
د بغلان په جومات کې جنایت د اسلامی او انساني اصولوپه خلاف اقدام دی
Oct 14, 2023 08:42د افغانستان پخواني ولسمشر او ددغه هیواد د سولې د لوړې ملي شورا پخواني او په دغه هیواد کې د ملګروملتو ملتو نمایندګۍ د دغه هیواد په بغلان ولایت کې په جومات کې ترهه ګره پيښه په کلکه محکومه کړه.
-
له سرپرست حکومت څخه د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانېستلو غوښتنه
Oct 06, 2023 08:58د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانیزي.
-
د نجونو پر زده کړو د حامد کري او عبدالله ټینګار
Sep 22, 2023 09:58پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره کتلي دي.
-
حامد کرزي د امریکا له ځانګړي استازي سره ټلفوني خبرې کړي دي
Sep 16, 2023 08:02پخواني ولسمشر حامد کرزي د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره خبرې کړې دي. د ښاغلي کرزي پر ټویټر پاڼه لیکل شوي چې په دې خبرو کې د اقتصادي ودې او د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره د نجونو او هلکانو د زدهکړو پر اهمیت ټينګار شوی دی. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ.
-
کرزي د پکتیکا پر برمل د پاکستاني پوځیانو توغندیز بریدونه غندلي
Jul 28, 2023 01:41د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني پوځیانو توغندیز بریدونه غندلي دي.