د تل پاتې سولې لپاره ملي تفاهم اړین دی
Dec 22, 2023 09:14 Asia/Kabul
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ملي تفاهم اړین بللی.
نوموړي تېره ورځ د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره ټلفوني خبرې کړې، چې د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ، د تل پاتې سولې لپاره د ملي تفاهم پر اړتیا هم غږېدلی.
کرزي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا ټینګښت ټینګار شوی.
د یادونې ده چې ضمیر کابلوف تر دې وړاندې کابل ته په خپل سفر کې د سرپرست حکومت د کورنیو او بهرنیو چارو له سرپرستانو سره هم کتلي وو، چې تر ډېره یې د مسکو او کابل ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې وې.
ټیګونه