افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي خبرې اړینې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140304-افغانستان_کې_د_تلپاتې_سولې_او_ثبات_لپاره_ملي_خبرې_اړینې_دي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټيکاو ټینګښت یوازینۍ لار، ملي تفاهم بللی دی.
(last modified 2023-10-22T00:05:53+00:00 )
Oct 22, 2023 04:33 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي خبرې اړینې دي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټيکاو ټینګښت یوازینۍ لار، ملي تفاهم بللی دی.

حامد کرزي په دې لیدنه کې نجونو ته د زده‌کړو د زمینې برابرېدل او کار ته د ښځو بېرته ستنېدل، د افغانستان په پرمختګ کې حیاتي بللي او په هېواد کې د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي او همدارنګه د تلپاتې سولې او ټیګاو د ټینګښت په برخه کې د اوغلو له هڅو ستاینه کړې ده.