-
په هرمز تنګي کې به د امریکا هرډول لاسوهنې ته پریکنده ځواب ورکړو
Jul 02, 2026 16:17پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا (ص) مرکزي غونډ امریکا ته خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي په امنیتي چارو کې د هر ډول لاسوهنې یا هر ډول ګډوډوونکي اقدام مسؤلیت به د ایران د ملي حاکمیت پر ضد ګواښ وبلل شي او له چټک او پرېکنده غبرګون سره به مخ شي.
-
اسرائیل غواړي د لبنان پوځ د مقاومت له ځواکونو سره مخامخ کړي
Jul 02, 2026 16:38پارس ټوډې – د لبنان د پارلمان مشر، په دې په ټینګار سره چې صهیونیسټي رژیم هڅه کوي د لبنان پوځ د مقاومت له ځواکونو سره مخامخ کړي، وویل چې دا موضوع د اسرائیلو د اقداماتو تر شا پټ اهداف څرګندوي، خو دا هڅه به هېڅکله بریالۍ نه شي.
-
د وحشی صهیونیسټي رژيم دړکو ته د اسلامی ایران کلک او جدي ځواب
Jul 02, 2026 12:32پارس ټوډې – په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي، د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود پر ضد د جنایتکار صهیونیسټي رژیم د سپکو ګواښونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
-
یو لبنانی استازی وائي؛د چوکاټ تړون باطل او بېاعتباره دی
Jul 01, 2026 13:41پارس ټوډې – د لبنان په پارلیمان کې د حزب الله فریکشن یوه غړي، د دغه هېواد د چارواکو له لورې له اسرائیلي رژیم سره د تړون د لاسلیکولو پر اقدام سختې نیوکې کړي او ویلي ئې دي چې «د چوکاټ تړون» باطل او بېاعتباره دی.
-
د اوربند د خلاف ورزیو په دوام کښې د اسرائیلو رژيم د لبنان په جنوب حمله وکړه
Jun 29, 2026 11:50پارس ټوډی- صهیونیسټي رژيم یوځل بیا د لبنان د سویل په ځینو سیمو برید کړی دی.
-
صهیونیسټي رژيم ته د حزب الله خبرداری: د دفاع حق محفوظ دی
Jun 29, 2026 11:04پارس ټوډی- د لبنان حزب الله غورځنګ د صهیونیسټي دښمن له خوا د اوربند پرله پسې خلاف ورزي وغندله او خبرداری یې ورکړ چې دغه غورځنګ، د میداني بدلونونو په بشپړه څارنې سره د لبنان او د دغه هیواد د خلکو د دفاع حق د ځان لپاره محفوظ ګڼي.
-
نبیه بري: د واشنګټن موافقه تحمیلي ده
Jun 29, 2026 10:20پارس ټوډی- د لبنان د پارلیمان مشر په واشنګټن کښې په لاسلیک شوې موافقې باندې په سختې نیوکې سره، هغه یوه تپل شوې او تحمیلي موافقه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغه موافقه به اجرا نه شي.
-
شیخ نعیم قاسم: "د چوکاټ تړون" د لبنان د حاکمیت تسلیمول دي
Jun 28, 2026 06:46پارس ټوډې - د لبنان د حزب الله عمومي منشي ټینګار وکړ: " په امریکا کې د لبنان د حکومت او د صهیونیسټ رژیم ترمنځ د " چوکاټ تړون" د لبنان د حاکمیت تسلیمیدل دي او نیواکګرۍ ته رواوالی ورکوي.
-
د امریکا امنیتي سټراټژي ولې ناکامه شوې؟
Jun 27, 2026 13:20پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د ۲۰۲۶ کال د جون د ۲۵مې نېټې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډې اعلامیې کې درج شوي دریځونه لاسوهنه، غیرمسؤولانه او پاروونکی اقدام وباله .
-
نعیم قاسم: زموږ صبر معادلې بدلوي
Jun 26, 2026 13:55پارس ټوډی – د لبنان د حزب الله عمومي منشي ویلي، ستراتیژیک صبر د مقاومت د بریا مهم اصل دی او د سیمې معادلې بدلوي.