نعیم قاسم: زموږ صبر معادلې بدلوي
Jun 26, 2026 13:55 Asia/Kabul
پارس ټوډی – د لبنان د حزب الله عمومي منشي ویلي، ستراتیژیک صبر د مقاومت د بریا مهم اصل دی او د سیمې معادلې بدلوي.
د تسنیم خبري اژانس په حواله، د پارس ټوډی د راپور له مخې، شیخ نعیم قاسم د عاشورا د مرکزي شورا په غونډه کې وویل: «ستراتیژیک صبر هغه لاره ده چې موږ غوره کړې ده، دا صبر خپله له جګړې هم ځواکمن دی او د بریا اساسي رکن ګڼل کېږي.»
هغه ټینګار وکړ چې اسلامي مقاومت نړۍ حیرانه کړې، د مقاومت صبر به راتلونکی جوړ کړي، د سیمې معادلې به بدلې کړي او د ظلم ځواکونه به مات کړي.
ټیګونه