-
صهیونیسټ رژیم د سیمې په راتلونکي کښې هیڅ ځای نلري
Mar 10, 2023 00:33ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دمشق کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې صهیونیسټان د سیمې په راتلونکي کښې هیڅ ځاې نلري وویل په سوریې کښې د پردیو ځواکونو د نیواکګرۍ د ختمیدا وخت رارسیدلی دی.
-
ایران به د خبرو اترو له میزه لاړ نشي
Mar 07, 2023 12:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د ډيپلوماسۍ او د خبرو په لاره کښې ثابت قدمه دی او د ملي ګټو په ساتلو سره د اټومي خبرو نتیجې ته د رسیدا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
-
د ایران د بلواو په هکله د سي این این راپورونه ناسم دي
Mar 02, 2023 00:52ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له سي این این ټیلي ويژن سره په ځانګړي مرکه کښې په ایران کښې د بلواو په هکله د امریکا د دغه ټیلي ويژن وروستي راپورونه ناسم او اړخ لرونکي وبلل.
-
د افغان کډوالو د کوربتوب په برخه کې له ایران څخه ملاتړ ډېر کم دی
Mar 01, 2023 08:22د ایران د بهرنیو چارو وزیر په تېرو څلورو لسیزو کې د ملیونونو افغان کډوالو په تړاو د اسلامي جمهوریت کوربتوب ته په اشارې سره وویل: په دې برخه کې له ایران سره د نړیوالو مرستو ډېره کمه برخه ځانګړې شوې ده.
-
ایران د اوکراین په جنګ کښې د هیڅ لوري ملاتړ نه کوي
Feb 28, 2023 08:20زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل: د لویدیځو هیوادونو په اپوټه چې د میلیارډونو ډالرو په ارزښت یې اوکراین ته وسلې ورکړي دي او ورکوي یې د ایران اسلامي جمهوریت د اوکراین د جنګ لپاره هیڅ لوري ته وسلې نه دي ورکړي او په دغه جنګ کښې د هیڅ هیواد ملاتړ نه کوي.
-
امیر عبداللهیان او ګوترش د بندیزونو د ختمولو د مذاکراتو په هکله موافقه وکړه
Feb 28, 2023 02:08د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر او د ملګرو ملتو سرمنشي په خپلو کښې کتلي او د بندیزونو د ختمیدو د مذاکراتو په سر یې موافقه وکړه.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراق ته رسیدلی
Feb 22, 2023 00:58ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د عراق د خارجه وزیر فواد حسین په رسمي بلنه بیګا د یوه پلاوي په مشرۍ بغداد ته لاړ.
-
د ایران اسلامی جمهوری نظام پر ولس تکیه کوي
Feb 20, 2023 01:54د ایران د اسلامی جمهوریت پخپلو وروستیو دریځونو او جوتو اعلامیو کې وئيلي دي ، اسلامی ایران هیڅکله هم په ترینګلتیاؤپسې نه دی،البته دخپلو ملي ګټو او خپل مسلم حق په باب هیڅکله هم سازباز نه کوي،خو له سوله ایزو او ډيپلوماټيکو خبرواترو ئې تل استفاده کړې او بیا به هم دغې لارې ته دوام ورکړي.
-
د امریکې د خارجه وزارت د ویاند ادعا ته د امیر عبدللهیان غبرګون
Feb 17, 2023 04:12د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکې د خارجه وزارت د ویاندوي د ادعا په غبرګون کښې وویل: د القاعده د مشر په هکله خبرجوړونه او له ایران سره یې اړونده بلل، یوه خندوونکې خبره ده
-
ایران او چین د جامع سټراټیجک پروګرام بشپړې اجرا ته هوډمن دي
Feb 14, 2023 01:48د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې ایران او چین د هراړخیز سټراټيجک پروګرام د بشپړې اجرا کونې پخه اراده کړې ده