-
د حسینی اربعین په ولولناکو دستوروکې له ۲۱ میلیونو زیاتو زیارتوالو ګډون وکړ
Aug 17, 2025 01:29په کربلا کې د عباسي مقدس آستان مسئولانو په یوې اعلاميې کې ووئيل، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د حسینی اربعین په ولولناکو دستورو کې ۲۱ میلیون او یو لک درې زره او ۵۲۴ زیارتوالو ګډون وکړ.
-
د حسینی اربعین له زیارتوالو د اهل سنت خدمت کول،د یووالی او یوزړتوب بیلګه
Aug 16, 2025 10:11پارس ټو ډې ؛د ایران د کردستان سیمې د خلکو په تیره بیا د اهل سنتو له خوا د حسینی زیارتوالو میلمه پالنه او د زیارتوالو خدمت کول د مسلمانانو ترمینځ د یووالي او همدلۍ ښکاره بېلګه ده. هغه وویل، اوس د ټولنې اسلامي یووالي ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا ده او چارواکي باید د دې ارزښتناکې شتمنۍ ساتنه وکړي.
-
د سږکال عاشورا په مراسمو کې د مسلمانانو پر یووالي ټینګار وشو
Jul 08, 2025 01:01د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو په کابل کې د عاشورا د مراسمو پر مهال د مسلمانانو پر یووالي ټینګار کړی.
-
په عراق کې د ملګروملتو استازی وائي؛ کربلا د هرچا په زړونو کې ځانګړی مقام لري
Jul 07, 2025 10:00په عراق کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د کربلا ولایت د لیدنې او له والي سره د لیدو پر مهال وویل چې کربلا یو ستر ښار دی او د هرچا په زړونو کې ځانګړی مقام لري.
-
مودي د عاشورا په مناسبت: امام حسین (ع) د حقیقت دفاع ته د انسانانو الهامبخښونکی دی
Jul 07, 2025 09:02پارس ټوډی – د هند لومړي وزیر نرندر مودي د عاشورا د ورځې او د امام حسین (ع) د شهادت په مناسبت یوه پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې د امام حسین (ع) قرباني د انسانانو لپاره د حقیقت د دفاع په لار کې الهامبښونکې ده.
-
په کابل کې له حسیني عاشورا نمانځنه وشوه
Jul 06, 2025 14:04په کابل کې د محرم لسمه د حسیني عاشورا د نمانځنې مراسم نن (یکشنبه، د چنګاښ په ۱۵) د خلکو په پراخ حضور سره ترسره شول.
-
ولې د پيغمبر لمسي حضرت امام حسین د یزید بن معاویه پر وړاندې پاڅون وکړ؟
Jul 06, 2025 13:34پارس ټوډې - د امام حسین علیه السلام پاڅون په داسې وخت کې رامنځته شو، چې اسلامي ټولنه له اموي کورنۍ څخه د معاویه د زوی یزید تر واکمنۍ لاندې، د تباهۍ په درشل کې وه او د خلکو په منځ کې الهي احکام او فضیلتونه د هېرېدو په حال کې وو. امام حسین علیه السلام په لوړو اهدافو سره، د عاشورا غورځنګ پیل کړ او په خپل شهادت سره یې د اسلام دین ژوندی وساته.
-
د حسیني عاشورا په مناسبت زموږ تسلیت او تعزیت ومنئ
Jul 06, 2025 07:53نن یکشنبه د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې لسمه نېټه ده، چې د حسیني عاشورا او د حضرت امام حسین (ع) د شهادت له کلیزې سره سمون خوري.
-
د اروپا زړه کې د تاسوعای حسینی لمانځنه / په لندن کې د «لبیک یا حسین» نعرې غږېدلې
Jul 06, 2025 02:56پارس ټوډی - د شنبې په ورځ، د تاسوعای حسینی په مناسبت، زرګونه شیعهګان او د اهل بیتو (ع) مینهوال په انګلستان کې په جوماتونو، حسینیو او اسلامي مرکزونو کې راټول شول او عزاداري یې وکړه.
-
د اسلامي انقلاب د رهبر په حضور کې د عاشورا شپې د عزادارۍ مراسم ترسره شول
Jul 06, 2025 02:46پارس ټوډی - د عاشورا د شپې سره سم، د عزادارۍ مراسم د امام خمیني (رح) په حسینیې کې د اسلامي انقلاب د رهبر حضرت آیتالله خامنهاي او د بېلابېلو قشرونو د خلکو په حضور کې ترسره شول.