-
د ایران ولسمشر د عراقیانو د میلمه پالنې په وجه د عراق د وزیراعظم قدرونه وکړه
Sep 10, 2023 01:55د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا د عراق وزیراعظم ته په ټیلیفون کولو سره، د حسیني اربعین د زیارتوالو د ښه کوربه توب او میلمستیا په وجه د دغه هیواد د حکومت او ولس مننه او قدرونه وکړه.
-
د تهران د خلکو د حسیني اربعین ستر لاریون پیل شوی
Sep 06, 2023 07:05زمونږ خبریال راپور راکړی د تهران د خلکو د حسیني اربعین لاریون نن سهار وختی له امام حسین علیه السلام میدان څخه د حضرت عبدالعظیم حسني علیه السلام د حرم په لور پیل شوی.
-
د عراق په کربلا کښې د حسیني اربعین په هکله سیاسي شناند علي واحدي او زمونږ همکار عبدالرحیم دراني څه نظرونه لري؟
Sep 06, 2023 11:52د عراق په کربلا کښې د حسیني اربعین په هکله سیاسي شناند علي واحدي او زمونږ همکار عبدالرحیم دراني څه نظرونه لري؟
-
که چیرې استقامت وکړئ نو بریالي به شئ
Sep 06, 2023 11:23زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د حسیني اربعین په مناسبت د محصیلینو د ماتم په دستورو کښې ټینګار وکړ: که چیرې استقامت مو وکړ نو څوکې به فتح کړئ.
-
له ایران څخه ۴۰ لکه خلک عراق ته تللي دي
Sep 06, 2023 11:00زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د پولیسو یوه مسوول سردار احمد رضا رادان د حسیني اربعین د زیارت د ترسره کولو لپاره د ایران له سرحدونو د کابو څلور میلیونه خلکو د ورتلو خبر ورکړ.
-
د امام حسین ع حسیني اربعین او د شهیدانو د سلار د زیارت د کتلو شوق :-
Sep 06, 2023 10:42نن د چهارشنبې ورځ حسیني اربعین دی او د شهیدانو د سلار حضرت امام حسین علیه السلام په میلیونونو مینه والو غوښتل د عراق له نجف ښار څخه تر کربلا پورې لاریون کښې ګډون وکړي.
-
د ایران قم ښار ته ګڼ شمیر زیارتوال ورغلي دي
Sep 06, 2023 09:59زمونږ خبریال راپور راکړی د تهران په جنوب کښې د قم سپیڅلی ښار د حسیني اربعین په ورځ په ویر او ماتم کښې ډوب دی او د حضرت معصومه سلام الله علیها د سپیڅلي حرم ګاونډیان او نور زیارتوال د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه د وفاداره ملګرو د شهادت د اربعین په مناسبت د ماتم په مراسمو کښې په ګډون کولو سره اوښکې تویوي.
-
د اسلامي ایران په بیلابیلو ولایتونو کښې د اربعین مراسم ترسره شول
Sep 06, 2023 09:07زمونږ خبریال راپور راکړی که څه هم د اسلامي ایران په میلیونونو خلک په عراق کښې د حسیني اربعین په مراسمو کښې د ګډون لپاره تللي دي
-
امام حسین علیه السلام خپله وینه ورکړه چې جهل ختم کړي
Sep 06, 2023 08:46فارس خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل د حسیني اربعین ستر لاریون د امام حسین علیه السلام په محضر کښې د عشق او د مینې ورایښت دی.
-
د حسیني اربعین لاریون ټولې دنیا ته د انسانیت پیغام دی
Sep 06, 2023 06:15زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د ملي حکمت ګوند مشر سید عمار حکیم وویل کربلا په یوه نړیوال ښار بدل شوی دی او د حسیني اربعین لاریون ټولې دنیا ته د انسانیت پیغام دی.