په هامبرګ کې د روحانیو د عاشورا ځانګړی لومړنی سمینار جوړشو
د هامبرګ د اسلامی مرکز مدیر او د جمعې امام حجةالاسلام محمد هادي مفتح ددغه سمینار په پرانیستونوکو دستورو کې د شیعیّت په کلتور کې دعاشورا د موضوع د اهمیّت په بیانولو سره ، په اروپا کې د شیعیّت د منبرونو دعلمی سوئې د لوړولو لپاره د اروپا د اوسیدونکو مبلغانو او ر وحانیونو د هراړخیزې هڅې په ضرورت ټينګار وکړ.
د هامبرګ داسلامی مرکز په همت سره د په جرمني کې د اروپا د مبلغانو او روحانیو د عاشورا ځانګړی لومړنی سمینار ترسره شو او دراتلونکي عاشورا دشپو ورځو په باب ئې ارزونې او سپړنې وکړې.
زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، د هامبرګ د اسلامی مرکز په وسیله د ؛عاشورا د واقعې ، د محرم او صفر، د عاشورا ځانګړنو، د امام (ع) د حرکت اخلاقي تفسیر، د مستشرقینو له نظره د عاشورا غورځنګ په څیر په ډول ډول موضوعګانو سره د عاشورا لومړنی سمینار پرون ترسره شو.
د هامبرګ د اسلامی مرکز مدیر او د جمعې امام حجةالاسلام محمد هادي مفتح ددغه سمینار په پرانیستونوکو دستورو کې د شیعیّت په کلتور کې دعاشورا د موضوع د اهمیّت په بیانولو سره ، په اروپا کې د شیعیّت د منبرونو دعلمی سوئې د لوړولو لپاره د اروپا د اوسیدونکو مبلغانو او ر وحانیونو د هراړخیزې هڅې په ضرورت ټينګار وکړ.
هغه ددغه علمي سمینار موخو ته په اشارې سره د عاشورا د واقعې دتحریف د مخه نیولو او د سم روایت د وړاندې کولو داهتمام او د حضرت امام حسین علیه السلام د حرکت او هم د اروپائي ځوانانو د جذبولو په موخې سره د دقیقو او جذابو ویناؤ پر اهتمام هم ټينګار وکړ.
د یادولو ده چې دغه سمینار له جرمني ، هالینډ ،بیلجیّم، انګلستان، سویډ، آسټریا ،فرانسې ،ډنمارک ، او نورو اروپائي هیوادونو څخه د څه دپاسه ۶۰ روحانیونونو او مبلغانو په ګډون سره ترسره شو.