په جنګ کې به بریالیتوب د فلسطینیانو په نصیب شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i150322-په_جنګ_کې_به_بریالیتوب_د_فلسطینیانو_په_نصیب_شي
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ مشر د محرم د میاشتې په اتمه شپه   پخپلې یوې وینا کې  په خان یونس کې د وحشي رژيم  وروستي جنایت ته په اشارې سره  ووئیل، دمونږ دنده  د فلسطینیانو مرسته او د جنګ دوام  دی او ډیر زر به مونږ ټوله  په سرلوړۍ اوبریالیتوب سره د جنګ د پاي  کتونکي وو.
(last modified 2024-07-14T08:18:33+00:00 )
Jul 14, 2024 12:29 Asia/Kabul
  • په جنګ کې به بریالیتوب د فلسطینیانو په نصیب شي

د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ مشر د محرم د میاشتې په اتمه شپه   پخپلې یوې وینا کې  په خان یونس کې د وحشي رژيم  وروستي جنایت ته په اشارې سره  ووئیل، دمونږ دنده  د فلسطینیانو مرسته او د جنګ دوام  دی او ډیر زر به مونږ ټوله  په سرلوړۍ اوبریالیتوب سره د جنګ د پاي  کتونکي وو.

زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ،  د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... دشنبې په شپه  د عاشوراد شپو ورځو په مناسبت په یولړ دستورو کې  پخپلې وینا کې ووئيل؛ صهیونیسټي وحشي دښمن په خان یونس کې دالمواصي کډوالو په ضد یو لوي قتل عام وکړ او  په دې توجیه سره چې  غواړي، د فلسطین دمقاومت رهبران  په نښه کړي، آیا  پر مځکې  له دې لا لوي بل کوم ظلم اوبې عدالتي کیدلی شي.؟

هغه په دوام کې ووئيل، د فلسطین په  وړاندې د مونږ  مسئولیّت  د روحي همدردئ، عاطفی او صمیمي ، تضرع ، او دسیاسی او رسندوي دریځ بیانول او محکومیّت دی. سید حسن نصر ا... روښانه کړې ده ، د مونږ دنده  د غزې په خلکو دتیریو او د حملو په دفع کولو کې  مبارزه ده .

د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي  دخپلې وینا په یوې بلې برخې کې په ۲۰۰۰۶ کال  کې په تموز جنګ کې (درې دیرش ورځني جنګ کې )ددښمن بې شرمه او سپیرې متې ته په اشارې سره  ټينګار وکړ، مونږ  له هغو سرښیندنو سره سره  چې د ۲۰۰۶کال په جنګ کې ترسره شوي ، په سرلوړي سره  له تمزو جنګه  ووتوو، او د خداوندمتعال په مرستې سره  به مونږ ټول د طوفان الاقصی په جنګ کې هم په عزت  او سرلوړۍ سره  جنګ پاي ته ورسوو.

د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ  مشر روښانه کړې ده ، دمونږ دنده  د غزې پر خلکود تیریو او حملو د درولو لپاره   مبارزه ده.

 هغه ووئيل، هغه اونیزې مظاهرې  چې د یمن ملت  ئې د سختې تودوخې  او د لمر د وړانګو  لاندې ترسره کوي، په حقیقت کې د فلسطینیانو لپاره  معنوي ،روحي او عاطفي پشتیبان او ملاتړي دي.