-
په لمونځ ګزارو حمله تر ټولو رذیلانه جنایت دی
Oct 14, 2023 00:49زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعانی چافي» په جومات کښې په لمونځ ګزارو او مومنانو باندې برید کول تر ټولو رذیلانه ترهګر جنایت او د اسلام د مبین دین له رښتیونو او رحماني تعلیماتو څخه د دغو ټروریسټي بریدونو د عاملانو د لیرې توب نښه وبلله.
-
د افغانستان په پکتیا ولایت کې د صهیونیسټي رژیم پر ضد لاریون شوی دی
Oct 12, 2023 13:17د افغانستان د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز ښار سلګونه اوسېدونکو د یوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې پر بې ګناه فلسطینیانو باندې د صهیونیسټي ځواکونو ظلمونه وغندل. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
قسام کنډکونو حیفا په R160 ډوله توغندیو وویشتله
Oct 12, 2023 01:58د حماس پوځي څانګې یعنې د القسام کنډکونو په R160 ډوله توغندیو سره په نیواکي ځمکو کښې د حیفا د هدف ګرځولو خبر ورکړ.
-
د صهیونیسټي رژیم په برید کې ۲۳۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۹۷ نور ژوبل شوي دي
Oct 08, 2023 01:16د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د شنبې له غرمې وروسته تراوسه پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د برید له امله ۲۳۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۹۷ نور ژوبل شول.
-
په دمشق کې د برید مسئولیت د ترهګرو د بهرنیو ملاتړو پر غاړه دی
Oct 06, 2023 12:32د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په سوریې کې د ترهګرې حملې پړه، د دغه هېواد د خاورې د اشغالګرو په ګډون، د ترهګرو پر بهرني ملاتړو باندې واچوله.
-
ترهګر د بهرنیانو په ملاتړ بېرته سیمې ته راغلي دي/ د سوریې هوډ نه ماتېږي
Oct 06, 2023 12:51د لبنان حزب الله د یوې بیانیې په خپرولو سره ټینګار وکړ چې ترهګرې ډلې د بهرنیانو په ملاتړ سره یو ځل بیا د خپل جنایت کارانه رول په ترسره کولو سره، صحنې ته راغلي دي.
-
په حمص کې جنایت؛ په سوریه کې د امریکا په ملاتړ د ترهګرۍ د بیا راژوندي کېدو احتمال زیات شوی دی
Oct 06, 2023 12:06پرون (د اکتوبر په ۵ مه) د سوریې په شمال لوېدیځ، په حمص ولایت کې د افسرانو پر یوه پوځي مرکز د فراغت په مراسمو کې ترهګزیز برید لږ تر لږه ۸۰ تنه ووژل او تر ۲۴۰ زیات یې ټپیان کړل.
-
د سوریې پر یوې پوځي اکاډمۍ د برید له امله لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي
Oct 06, 2023 09:13یوې څارونکې ادارې او یوه چارواکي خبر ورکړی چې پرون په سوریه کې پر یوې پوځي اکاډمۍ په برید کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان ووژل شول.
-
عربستان باید د سولې په لاره کې د باور جوړونې ګامونه پورته کړي
Oct 01, 2023 02:43د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي او بهرنیو اړیکو د څانګې مشر د یمن د نهه کلنې شخړې د ختمولو په لاره کې د نړیوالې ټولنې له لوري د خنډ اچولو په تورونو سره له عربستان څخه وغوښتل چې سولې ته د رسېدو په لاره کې د اعتماد جوړونې اقدامات وکړي.
-
د افغانستان د لوئې جرګې ترسره کیدا د حاکمیت د رواوالی سبب کیږي
Sep 29, 2023 08:08د افغانستان د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په افغانستان کې د ځينو مشکلاتو په بیانولو سره ووئيل، په دغه هیواد کې د لوئې جرګې ترسره کیدا او د اساسی قانون برابرول د حاکمیّت د رواوالي سبب کیږي