-
د امریکا نیواکګرۍ به دوام ونکړي
Sep 25, 2023 02:05زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي علي القحوم په خپل هیواد کښې د امریکا او د لویدیځو هیوادونو شتون استعماري وباله او د دغو پوځیانو وتل یې د یمن د ټولو خلکو غوښتنه وبلله.
-
د تل ابیب امنیت د جنین د امنیت په شرط دی
Sep 20, 2023 10:56د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس یو مشر په جنین کیمپ باندې دسرائيلي وحشي پوځیانو دتیریو په غبرګون کې خبرداری ورکړ،تل ابیب به د امنیت رنګ ونه ویني
-
مقاومت د ځواب ویلو له اړخه په تر ټولو ښه حالت کې دی
Sep 17, 2023 11:20د ایران د بهرنیو چارو وزیر له الوفاق ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: د مقاومت محور د ځواب ورکولو د توان له اړخه په غوره حالت کې دی.
-
د صهیونیسټانو په برید کې ۸ سوري وګړو ته مرګ ژوبله واوښته
Sep 14, 2023 03:56سوریې اعلان وکړ چې د دغه هېواد په لوېدیځ کې د صهیونیسټي رژیم د جنګیالیو په حملې کې دوه سوري پوځیان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.
-
فلسطیني ملت به هېڅکله تسلیم نه شي
Aug 25, 2023 02:52د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مرستیال په دې خبرې سره چې موږ باور لرو چې د صهیونیسټي دښمن پر وړاندې د مبارزې پایله بریا ده وویل: د فلسطین ملت به هېڅکله تسلیم نشي.
-
د امام خمیني (ره) له آرمانونو سره د ولسمشر او د حکومت د غړو د ژمنو نوي کول
Aug 22, 2023 09:59د دولت د اونۍ په درشل کې، د ایران د حکومت ولسمشر او غړو د حضرت امام خمیني (ره) په سپېڅلي زیارت کې په حضور سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټ ایښودونکي له آرمانونو سره خپله ژمنه تازه کړه.
-
د شیراز د ترهګرې حملې تر شا د ګڼو جاسوسي ادارو لاس دی
Aug 15, 2023 04:14د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران ویاند په دې خبرې سره چې ګڼ جاسوسي سروسونه د شیراز د ترهګرې حملې تر شا لاس لري، وویل: د ایران اسلامي جمهوریت به ترهګرو ته پریکنده او ځپونکی ځواب ورکړي
-
له ټروره کار اخیستل، د دښمن د ماتې خوړلې رودې تکرار
Aug 14, 2023 11:23په شیراز کښې د حضرت شاهچراغ علیه السلام په زیارت باندې د تیر کال له ترهګرې حملې کابو لس میاشتې وروسته، پرون یوځل بیا ترهګرو په دغه حرم برید وکړ چې له امله یې د حرم یو خادم شهید شوی او اته تنه نور زخمي شول.
-
د شاهچراغ(ع) د حرم له ترهګرې پيښې په وړاندې د بشري حقوقو د مدعیانو په چپتیا نیوکه
Aug 14, 2023 11:33د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل: د نړیوالو ټولنو او د بشري حقوقو د مدعي هیوادونو چپتیا د دا ډول ترهګرو ګړنو دودونکې ده.
-
امریکا او انګلستان د یمن د جنګ د اوږدولو هڅه کوي
Aug 07, 2023 01:07فارس خبري اژانس راپور راکړی د یمن د ملي ژغورنې د حکومت دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي د سولې د خبرو په لاره کښې د امریکا او د بریتانیا په کارړنګونو باندې د نیوکې په ترڅ کښې وویل د واشنګټن او د لندن هدف د یمن د جنګ او د کلابندۍ اوږدول دي.